لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هيڅ صورت انتخابي مېدان نه پرېږدو، اسفنديار ولي خان


د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان وايي، "دا يوه خبره په ډاګه کوم چې په هيڅ صورت د مېدان څخه نه تښتو، په مېدان کې به يو او په مېدان به جنګيږو، مېدان خالي نه پرېږدو که څوک هر ډول حربې کاروي".

د عوامي نیشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او د پي کی ۷۸حلقې کانديد هارون بشير بلور په ځانمرګي بريد کې په وژنه غبرګون کې اسفنديار ولي خان د درېو ورځو د ماتم اعلان هم وکړو چې درې ورځې به يې ګوند هيڅ ډول هلې ځلې نه کوي.

په هارون بلور د شوي ځانمرګي بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.

اسفنديار ولي وويل، "زه انتظامیې او نورو قوتونو ته ويل غواړم که اوس هم راته وايي چې دا به ازادې او سوتره ټاکنې وي، ځکه چې زمونږ اندېښنې نورې سېوا شوې چې دا به اوس ازادې او سوتره ټاکنې نه وي".

هغه زياته کړه "يو ګوند ډډې ته کول کيږي او هغه هڅه روانه ده څنګه چې په کال ۲۰۱۳م کې شوي وو، خو دا ۲۰۱۳م نه ۱۸م دی".

نوموړي وويل که "د کوم قوت د لارې زمونږ د صبر پېمانه راډکه کړی شوه نو هغه به بيا دې د ملک او نظام دپاره ښه نه وي"، هغه وويل زه خپلو کارکنانو ته د پرامنه پاتې کېدو غږ کوم چې درې ورځې ماتم وکړئ.

هغه وويل انتخابي عمل به روان وي، دوی درې ورځې ماتم کوي، هيڅ ډول جلسې جلوسونه به نه کوي او درې ورځې وروستو به يې ګوند خپلې هلې ځلې بيرته پېلوي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر وويل د ګوند د غړو د قربانو يادولو دپاره الفاظ نه لري او هارون بلور ورته لکه د زوي ګران ؤ.

نوموړي وويل تېره شپه ترې چا پوښتنه وکړه چې بلور کورنۍ ولې په هدف ده، په ځواب کې مې ورته وويل ځکه بلور کورنۍ په هدف کيږي چې څو پورې دغه کورنۍ وي په پېښور بل څوک قبضه نه شي کولی.

په هارون بلور باندې تېره شپه د پېښور په يکه توت سيمه کې د انتخابي جلسې په مهال ځانمرګی بريد شوی چې پکې د هغه سره ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۸ نور ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG