لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هارون بلور په پېښور کې خاورو ته سپارل شوی


دپېښور په ځانمرګي برید کې د عوامي نیشنل پارټۍ وژل شوی مهم مشر هارون بلور نن د سه شنبې په ورځ په داسې حال کې خاورو ته سپارل شوی چې د هغه په وژنه د ټول پېښور ماحول غمژن ؤ اؤ دښار زیاتره کاروباري مرکزونه اؤ بازارونه تړلي پراته وؤ .

دهغه په جنازه کې دپېښور اؤ شا وخوا سیمو په زرګونو اوسیدونکو،دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو اؤ فعالینو، دمدني ټولنې غړو،محصلینو ،قانوندانانو اؤ دژوند دبیلو تپو خلکو برخه لرله .

له دې وړاندې په دغه برید کې د عوامي نیشنل ګوند د وژل شوؤ نورو لسو کارمندانو ګډه جنازه هم دپېښور په رحمان بابا مقبره کې ترسره شوې وه چې په زرګونو غمژنو خلکو پکې برخه لرله.

په روانو ټولټاکنو د پی کی ۷۸ حلقې څخه د عوامي نیشنل ګوند کاندیر هارون بلور تیره شپه د پېښور په یکه توت سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې وژل شوی ؤ.

دهارون بلور ترڅنګ دغه چاودنه کې ۲۰ کسان وژل شوي اؤ ۴۸ نور ژوبل شوي وؤ.

په هارون بلور د شوي ځانمرګي برید پړه طالبانو پغاړه اخستې اؤ ویلي یې دي هغه یې ځکه وژلی چې دبشیر بلور زوئ ؤ اؤ ای این پي پسې سره یې تړاؤ لرلو اؤ طالبانو د ای این پي په ضد دجګړې اعلان د وړاندې نه کړی دی.

طالبانو له دې وړاندې په کال ۲۰۰۶م کې دهارون بلور پلار اؤ دعوامي نیشنل پارټۍ وتلی مشر بشیر بلور هم په یو ځانمرګي برید کې وژل و.

په هارون بلور د شوي ځانمرګي برید مقدمه د پېښور په سي ټي ډي‌ تاڼه کې دنامعلومو کسانو په ضد درج کړل شوې ده.

د سه شنبې په ورځ دهارون بلور جنازې ته د صوبې دبیلابیلو سیمو نه په زرګونو خلک پیښور ته ورغلي وؤ اؤ کله چې هغه دسید حسن پیر په سیمه کې د خپل پلار بشیر بلور دڅلي تر څنګ خاورو ته سپارل کیدلو نو زیاتو خلکو په سلګوسلګو ژړاګانې اؤ ویرونه کول.

د پېښور وکیلانو هم نن د هارون بلور د وژنې په ویر کې د قضایي چارو څخه پریکون کړی ؤ اؤ دښار زیاتره بازارونه اؤ کاروباري مرکزونه تړل شوي وؤ.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر محمد طاهر پخپل یو بیان کې ویلي چې په هارون بلور د شوي ځانمرګي برید د پلټنو دپاره ټیم ټاکل شوی اؤ دغه ډله به یوې اوونۍ پورې خپل راپور وړاندې کړي.

عوامي نیشنل پارټۍ د هارون بلور په مړینه د دریوؤ ورځو ماتم اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې په دغو دریوؤ ورځو کې به هیڅ قسمه سیاسي فعالیتونه نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG