لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پر هارون بلور غمرازۍ: "تاريخ کې به لیکل کېږي چې پښتنو تش خپل مړي اوچتول او ورته به یې شهيد ویل"


د عوامي نېشنل ګوند پر انتخابي غونډه د پروني ځانمرګي برید په اړه زرګونو خلکو عکس العمل څرګند کړی او د غندنې تر څنګ یې د دې برید په مخنیوي کې د پاکستان امنیتي ادارې ناکامه بللې دي.

وکیل او مدني فعال جبران ناصر پر ټوټیر لیکلي، "د یوه شهید زوی د توندروۍ او ترهګرۍ په وړاندې د خپل پلار د زړورتیا میراث خپل کړ. پاکستان نن یو بل مترقي اواز او رهبر وبایلود. د عقیدت تر ټولو ښه لاره دا ده چې موږ د ترهګرۍ په وړاندې لا نور زړور، اوچت او څرګند اوچت دریځ ولرو".

یوې مدني فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ثناء اعجاز پر ټویټر لیکلي، "په تاريخ کې به لیکل کېږي چې پښتنو تش خپل مړي اوچتول او ورته به یې شهيد ویل او زړه به یې ځان له تسلي کاوه".

یوه بل پاکستاني خبریال بلال فاروقي پر پاکستان په طنزیه ژبه تنقید کړی او لیکلي یې دي، "څه خبره ده، زرګونه کسان مو د آرمي پبلک سکول، د کوټې او پېښور په چاودنو کې و وژل شول، هیڅوک زموږ لاره نه شي سمولای. موږ به له ترهګرو سره د خپلو آثاثو په څېر چلند کوو، هغوی به ژغورو چې نورې وینې توی کړي".

پر هارون بلور د پروني ځانمرګي برید ذمه واري د پاکستان د طالبانو تحریک منلې ده. په ۲۰۱۳م کال کې چې هم د عوامي نېشنل ګوند پر انتخابي غونډه بمي حمله شوې وه او شاوخوا پینځلس تنه پکې وژل شوي وو، ذمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه. د دې تحریک د هغه وخت ویاند احسان الله احسان ویلي وو چې د دې برید هدف یې هارون بلور وو.

مدني فعالې ثناء اعجاز په یوه بل ټویټ کې د احسان الله احسان په اړه- چې له تېر یوه کاله راهیسې د پاکستاني پوځ په ولکه کې دی- لیکلي، "هغه د پاکستاني ریاست شاهي مېلمه دی او هیڅوک جرئت نه شي کولای، چې عدالت ته د هغه د وړاندې پوښتنه وکړي، ځکه چې دا ریاست د ټولو ترهګرو لپاره "مېلمه پال" دی. هغوی موږ وژلای شي، شاوخوا ګرځېدلای شي او حتی په انتخاباتو کې برخه هم اخیستلای شي".

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه هم پر هارون بلور د ځانمرګي برید غندنه کړې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. یوې پنجابۍ لیکوالې او کالم لیکونکې امارا احمد دې ته په اشارې پر ټویټر لیکلي:

"په پاکستان کې د خادم رضوي غوندې کرکه خپروونکو متعصبینو ته په لوړه کچه امنیتي کسان ورکول کېږي، خو هغه ګوند چې غړي، مشران او د کورنۍ غړي یې پرله پسې په نخښه کېږي، د امنیت ساتونکو له خوا یواځې غمرازي ورسره کېږي".

د پېښور په پروني برید کې وژل شوي کسان او د عوامي نېشنل ګوند یو مشر هارون بلور نن په دې ښار کې خاورو ته وسپارل شول. د ګوند یوه مشر افراسیاب خټک پر ټویټر لیکلي:

"د پېښور او نورو ښارونو زرګونو خلکو د هارون بلور د جنازې او ښخېدو په مراسمو کې ګډون وکړ، دا له خپل ځوان رهبر سره د خلکو مینه څرګندوي. ترهګري به کامیابه نه شي چې پر خپله خاوره د امن او جمهوریت لیدلو په برخه کې د پښتنو ارادې ته ماتې ورکړي".

XS
SM
MD
LG