لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیپلز پارټۍ پاکستان کې کېدونکې ټولټاکنې متنازعه وګرځولې


پاکستان پیپلز ګوند په ۲۵مه جولایي هیواد کې کیدونکې ټولټاکنې وړاندې له وړاندې متنازعه ګرځولي اؤ وايي هڅې روانې دي چې ټولټاکنې ونه شي یا شاته کړل شي.

دپیپلز ګوند وتلي مشر اؤ د سینیټ پخواني چئیرمین ښاغلي رضا رباني د زیارت په ورځ خبریالانو ته ویلي ټولټاکنې لا شوي نه دي خو بیا هم دشخړو اؤ لانجو ښکار شوي دي .

هغه وویل د ټولټاکنو د متنازعه کیدلو علت په دې کې لاسوهنه اؤ د ټولټاکنو د کمیسون خپل ائني کردار اداکولو کې پاتې راتلل دي .

هرڅو که دپيپلز پارټۍ دغه مشر نه ده واضحه کړې چې ټولټاکنو کې څوک مداخله کوي خو پاکستان کې زیاتره څیړونکي اؤ سیاسي فعالان پخپلو تخلیلونو کې دهیواد طاقتور پوځ اؤ عدلیې ته دمداخلې ګوته نیسي.

دپاکستان پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور روانه اوونۍ پخپل یو پریس کانفرنس کې واضحه کړې وه چې پوځ په ټولټاکنو کې هیڅ رقم مداخله نه کوي اؤ چاته چې اولس رایې ورکړې هم هغه به حکومت جوړوي.

دسینیټ پخواني مشر وویل چې دټولټاکنو په مهال د پوځ رابلل اؤ هغوئ ته واک ورکول یوه مهمه معامله ده اؤ دټولټاکنو کمسیون چې پوځ ته کوم واک اختیار ورکړی په هغې باید د پارلیمان ملاتړ ترلاسه کړي.

هغه وویل چې دټولټاکنو دکمیسون سکتر وړومبی ټولټاکنو کې دمداخلې په هکله بیان ورکړو اؤ بیا یې دغه بیان واپس واخستو ځکه نو اوس په دې خبره ځان پوهول ډیر ضروري دي چې هغه خپل بیان واپس ولې اخستی دی؟

هغه تور ولګولو چې دپیپلز ګوند په کاندیدانو ټولټاکنو نه دلاس پسر کیدلو اؤ سیاسي وفادارۍ بدلولو دپاره فشارونه اچول کیږي چې په دې یې ګوند اندیښنې لري.

ښاغلي رباني پوښتنه راولاړ کړې ده چې لنډمهاله حکومت چرته دی اؤ څه کوي ؟ ددغه حکومت وزیر دې راشي اؤ په ډاګه دې کړي چې ټولټاکنو ته په ولاړو کاندیدانو ولې فشارونه راوړل کیږي

د رضا رباني تر څنګ د مسلم لیګ نواز ډلې مشران هم تورونه لګوي چې راتلونکو ټولټاکنو کې د یوې ډلې اقتدار ته رسولو دپاره زور لګول شوی خو د ټولټاکنو کمیسون اؤ لنډ مهاله حکومت وایي چې هغوئ هڅې کوي چې ټاکنې په روڼ انده ډول ترسره شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG