لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وزيراعظم او د پوځ مشر د هارون بلور فاتحې ورغلي


د پاکستان لنډ مهاله وزيراعظم پخوانی قاضي ناصرالملک او د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د هارون بشير بلور فاتحې له بلور کور پېښور ته ورغلي دي.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او پي کي ۷۸ حلقې په کانديد هارون بشير بلور باندې د نهې، سه شنبې په ماسخوتن د پېښور په يکه توت سيمه کې دانتخابي جلسې په مهال ځانمرګی بريد شوی ؤ.

په دغه بريد کې د هارون بلور سره د وژل شوؤ شمېره ۲۱ ته رسېدلې ده.

په هارون بلور د ځانمرګي بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.

وزيراعظم او د پوځ مشر پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ د هارون بلور د وژنې غندنه کړې وه.

د پوځ مشر د هارون بلور په وژنه د بلور کورنۍ او عوامي نيشنل ګوند سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي يې ؤ، "مونږ د داسې قوتونو سره په جګړه يو څوک چې پاکستان په سوله او ثبات کې ليدل نه غواړي، د دوی پرضد زمونږ حوصلې لوړې دي او دوی ته به ماتې ورکوؤ".

پېښور کې په هارون بلور ځانمرګی بريد په داسې حال کې شوی چې دوه ورځې وړاندې په پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنيوې ادارې (نېکټا) ویلي د سياسي ګوندونو شپږو سياستمدارو ته د ترهګرو بريدونو ګواښونه دي، په دغو شپږو سياستمدارو کې پينځه پښتانه دي.

د نېکټا مشر عبید فاروق، د سېنېټ قایمه کمېټۍ ته په وینا کې د دغو شپږو سیاستوالو نومونه ويلي چې پکې "د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان، د عوامي نيشنل پارټۍ مشران اسفندیار ولي خان او امیر حیدر هوتي، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاو، د جمعیت علمااسلام (ف) یو مشراکرم خان درانی، او د حافظ سعید زوی، طلحه سعید" شامل دي.

په دغو کسانو کې له طلحه سعید پرته چې د تندلاري حافظ سعید زوی او پنجابی دی، پينځه نور ټول پښتانه سیاستوال دي.

د نېکټا مشر ویلي ؤ د کورنيو چارو مرکزي او صوبايي وزارتونو ته يې په دغه اړوند د ګواښ ۱۲ خبرتياوې ورلېږلي دي.

په هاورن بلور د بريد وروستو د عوامي نيشنل ګوند مشرانو ويلي د سترې محکمې د مشر قاضي په امر د هارون بلور نه ساتونکي بیرته اخستل شوی او زمه وار چيف جسټس دی.

د نهې په ورځ د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ویلي ؤ د پاکستان د ټاکنو کمېشن د پوځ نه د ۲۰۱۸م په عامو انتخاباتو کې مرسته غوښتې ده.

خبري غونډې ته په وېنا کې نوموړي ویلي ؤ، انتخابات به د ټاکنو کمېشن کوي او په سوتره والي او بې ويرې ماحول کې يې به يې پوځ مرسته کوي.

هغه ويلي ؤ "بې د ويرې او سوتره ټاکنو مطلب دا دی چې د ټولو سياسي ګوندونو سياسي هلې ځلې بې د ويرې وي، په دوی کومه ترهګري کېدی شي په هغو فشار راوستی شي، او هغو ته چې کوم پرامنه ماحول پکار دی هغه ورته ورکړی شي او د ټاکنو په ورځ به ورته هم دغه محفوظ ماحول جوړوي".

د هارون بلور د فاتحې نه وړاندې لنډمهاله وزيراعظم د ګورنر خېبرپښتونخوا اقبال ظفرجګړا، لنډ مهاله اعلی وزير پخواني قاضي دوست محمدخان او د کورنيو چارو لنډ مهاله وزير، اعظم خان سره پېښور کې د امنیت په موخه غونډه کړې ده.

وزيراعظم ته په صوبه کې د ترهګرۍ د تازه پېښې په ترڅ کې د امنيت دپاره په اخستل شوؤ ګامونو احوال تېر کړی شوی دی.

د ګورنر د ماڼۍ ترمخه وزيراعظم په ياده پېښه کې د خلکو په وژنه اندېښنه څرګنده کړې او لارښوونه يې کړې د انتخابي کانديدانو او په ځانګړي ډول د سياسي مشرانو د امنيت دپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي شي.

پرون د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشراسفنديار ولي خان ويلي، "دا يوه خبره په ډاګه کوم چې په هيڅ صورت د مېدان څخه نه تښتو، په مېدان کې به يو او په مېدان به جنګيږو، مېدان خالي نه پرېږدو که څوک هر ډول حربې کاروي".

نوموړي ویلي، "زه انتظامیې او نورو قوتونو ته ويل غواړم که اوس هم راته وايي چې دا به ازادې او سوتره ټاکنې وي، ځکه چې زمونږ اندېښنې نورې سېوا شوې چې دا به اوس ازادې او سوتره ټاکنې نه وي".

په هارون بلور ځانمرګی بريد په داسې حال کې شوی چې پاکستان کې د روانې مياشتې په ۲۵م نېټه عام انتخابات کيږي.

XS
SM
MD
LG