لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندوز کې طالبانو درانه بریدونه پیل کړي،۳۰سرتیري اؤ۵۰طالبان وژل شوي


چارواکي وايي دافغانستان په کندوز ولایت کې د امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ درنې نښتې پیل شوي چې پکې دملي اردو ۳۰سرتیري اؤ ۵۰طالبان وژل شوي دي.

دغه نښتې چې بیګاه د شپې په ۱۳ؤ بجو پیل شوي تر دې مهاله دوامداره دي اؤ دکندوز دولایتي شورا مشر محمدیوسف ایوبي ویلي چې دواړو خواؤ ته پکې درانه زیانونه اوښتي دي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک دپنجشنبې په ورځ د ولایتي شورا دمشر ښاغلي‌ ایوبي له خولې لیکلي چې طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په پل مومن سیمه کې دامنیتي ځواکونو په یو مرکز اؤ پوستو له تیرې شپې راهسې بریدونه پیل کړي اؤ د دواړو خواؤ ترمینځ سخته نښته روانه ده.

نوموړي پخلی کړی چې تر دې مهاله د ملي اردو ۳۰ سرتیري وژل شوي اؤ ۱۰ نور ژوبل دي اؤ طالبانو دملي اردو په وسلو اؤ نورو وسائیلو هم قبضه کړې ده.

خو دافغانستان د ملي دفاع د وزارت ویاند محمد رادمنش بیا خبریالانو ته ویلي چې جګړه کې ۱۵ افغان پوځیان اؤ ۵۰طالبان وژل شوي دي.

ویاند ویلي چې سیمه کې افغان ځواکونو ته هوايي مرسته هم ترلاسه شوې ده اؤ ډیر زر به دطالبانو بریدونه پشا وتمبوي.

په کندوز کې دغه درنې جګړې وروسته له هغې پیل شوي چې یوه ورځ دمخه دسعودي عرب په جده ښار کې د نړۍ د۳۳ اسلامي هیوادونو افغانستان کې روانې جګړې ناروا وبللې اؤ په جنګ د بوختو اړخونو نه یې وغوښتل چې نور باید دې بې مفهمومه جګړو نه لاس واخلي.

طالبانو د سعودي دعالمانو دکانفرنس غوښتنې رد کړي اؤ اعلان یې کړی چې هغوئ به په دغسې غوښتنو خپل دریځ کې بدلون نه راولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG