لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه د ۱۲ ترهګرو د تېزندۍ د سزا پخلی کړی


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ۱۲ سخت دريځه ترهګرو ته د تېزندۍ د سزا ورکولو پخلی کړی دی.

د پوځي بيان ترمخه جنرال باجوه نن د جمعې په ورځ ۱۲ سخت دریځو ترهګرو ته د تېزندۍ د سزا ورکولو پخلی کړی او ويل شوي سزاوار د ترهګرۍ په پېښو، د پاکستان په امنيتي ځواکونو او ادارو باندې بريدونو، تعليمي ادارو ورانولو، ټيليفون په اېکسچېنج باندې بريدونو او عامو خلکو په وژنو کې ککړ وو.

په سزاوار شوؤ کې غني رحمان، عبدالغازي، ضيا الرحمان، جاوېد خان، محمد زبېر، عمر نواز، ساجد خان، هېبت خان، احمدشاه، باز محمد، مومن خان او سليمان بهادر شامل دي.

د دولتي ميډيا ترمخه دغو واړو ترهګرو د اووه عامو ملکي وګړو په ګډون ۹۹ کسان وژلي چې پکې ۹۲ پوځي، د ملېشې او پوليس سرتيري هم شامل وو.

پوځي بيان کې ويل شوي سزاوار شوي ترهګر د بنو او ډېره اسماعيل خان په جېلونو بريدونو کې هم ککړ وو.

ويل شوي د دغو ترهګرو د ولقې نه چاؤدېدونکي بارودي مواد هم ترلاسه شوي وو.

د پوځي بيان ترمخه په ترهګرو د پوځ په ځانګړي عدالت کې مقدمه شوې ده او د دوي ترڅنګ شپږو ترهګرو ته د عمر بند سزا هم اورول شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG