لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دافغانستان ختیز کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی


دافغانستان په ختیز کې دافغان دولت مخالفو وسله والو اؤ امریکایي ځواکونو تر مینځ یوه سخته نښته شوې چې پکې یو امریکايي ځواکونو یو سرتیری وژل شوی .

د جمعې په ورڅ افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو پخپل یو بیان کې منلې چې په ختیز کې شوې دغه نښته کې یې یو پوځي وژل شوی خو نور تفصیلات یې نه دي ښودلي چې دغه نښته دختیز په کوم ولایت کې اؤ د کومې تندروه ډلې سره شوې ده.

دامریکايي ځواکونو په بیان کې راغلي چې سرتیری یې وړومبی په دغه نښته کې سخت ژوبل شوی ؤ اؤ وروسته یې د زیاتو زخمونو له امله ساه ورکړې ده.

په دې وروستیو کې چې یاغي طالبانو د افغان دولت له لوري هغوئ ته شوی د اوربند وړاندیز رد کړی دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو اؤ تندروه ډلو تر مینځ د نښتو لړۍ نوره هم چټک شوې ده.

اوړمه ورځ د افغان په کندوز ولایت کې د افغان سرتیرو اؤ طالبانو ترمینځ یوه درنه نښته کې لږ تر لږه ۳۰ افغان پوځیان اؤ ۵۰ طالبان وژل شوي وؤ.

دافغانستان په کومو سیمو کې چې افغان ځواکونه د طالبانو یا نورو تندروه ډلو په ضد کله په پراخه کچه عملیات کوي نو هغوئ ته د ناټو ځواکونو هوايي اؤ زمکنۍ مرسته هم ترلاسه وي خو د تیرو څو کلونو راهسې په دغو جګړو کې بهرنیو ځواکونو ته د اوښتل کیدونکو زیانونو کچه خورا راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG