لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مستونګ: پر انتخابي کمپاین ځانمرګي برید کې ۱۲۵ کسان وژل شوي


د بلوچستان عوامي ګوند کاندید سراج رییسانی چې نن به چاودنه کې ووژل شو.

د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د نوي سیاسي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ پر کاندید نواب سراج رییساني باندې بمي چاودنه کې د وژل شوو تنانو شمیره ۱۲۵و ته رسیدلې. په دغه چاودنه کې شاوخوا د ۱۵۰ کسان ټپي شوي هم دي.

د مستونګ مرستیال کمشنر قایم خان لاشاري رسنیو ته ویلي، صوبایي اسمبلۍ ته له مستونګ سیمې څخه د کاندید سراج رییساني قافله د مستونګ په درینګړ نومي ځای کې له یوې انتخابي غونډې د ستنېدو په حال کې وه، چې چاودنه ورباندې وشوه او په نتیجه کې یې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر منلې چې په دغه ځانمرګي برید کې ۸۵ کسان وژل شوي او ۱۵۰نور ژوبل دي.

په پېښه کې وژل شوي او ټپیان سمدستي د مستونګ سرکاري روغتون ته وړل شوي دي، خو خپله سراج رییسانی په ځانګړي هیلکاپټر کې د کوټې پوځي روغتون سي ایم ایچ ته یووړل شو،‌ خو هغه د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

سراج ريیسانی د بلوچستان د پخواني وزیراعلی نواب اسلم رییساني کشر ورور دی، چې اکثر به د قبایلي شخړو په هوارولو کې مصروف وو خو دا ځل یې ځان په را روانو انتخاباتو کې صوبایي اسمبلۍ ته کاندید کړی دی.

اسلم رییسانی هم د خپل ورور په خلاف د مستونګ له بلې حلقې په ازاده توګه صوبایي اسمبلۍ ته ځان کاندید کړی وو.

پولیس چارواکي وایي دا ځانمرګی برید وو، خو تر اوسه یې ذمه واري کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. د بلوڅو خپلواکي غوښتونکو سازمانونو مخکې له مخکې خبرداری ورکړی چې څوک دې په انتخاباتو کې ګډون نه کوي.

په پاکستان کې د را روانو عامو انتخاباتو پر کاندیدانو باندې دا درېیم لوی برید دی چې به درو ورځو کې تر سره کېږي، خو تېره شپه د بلوچستان په خضدار سیمه کې هم د بلوچستان عوامي ګوند پر دفتر بمي حمله شوې وه، چې دوه تنه پکې ټپیان شوي وو،‌ همدارنګه کراچۍ ته نیژدې په حب سیمه کې د تحریک انصاف ګوند انتخابي غونډې ته په لږ فاصلې سره یوې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي وو.

دوې ورځې وړاندې په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه کاندید هارون بلور ځانمرګی برید شوی وو،‌ چې د هغه په شمول ۲۲ کسان پکې و وژل شول او تر پینځوسو زیات پکې ټپیان شول.

نن د جمعې په ورځ بیا د پښتونخوا په بنو کې د جمعیت علمای اسلام ګوند پر کاندید او پخواني مرکزي وزیر اکرم خان دراني باندې بمي چاودنه وشوه،‌ چې پخپله هغه ته پکې کوم زیان نه دی رسېدلی، خو څلور تنه پکې و وژل شول او شاوخوا شل تنه پکې ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG