لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان ځواکونو تازه عملیاتو کې۱۶۲ ترهګر وژل شوي


افغانستان کې دطالبانو لخوا د سولې د وړاندیز رد کولو وروسته افغان امنیتي ځواکونو دطالبانو اؤ نورو تندروه ډلو په ضد دعملیاتو لړۍ چټک کړې اؤ ددفاع وزارت دعوه کوي چې په تازه عملیاتو کې ۱۶۲ ترهګر وژل شوي اؤ۶۶نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان ددفاع وزارت د شنبې په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي په وژل شوؤ ترهګرو کې دطالبانو،داعش اؤ حقاني شبکې غړي شامل دي.

دغه بریدونه ننګرهار،غزني،کنړ،ارزګان،پکتیا،زابل،فراه،کندهاروبادغیس،فاریاب،کندوز،هلمند،بلخ اؤ بدخشان ولایتونو کې دتیر یو شواروز په مهال شوي دي.

ددفاع وزارت زیاتوي چې افغان ځواکونو ته په دې بریدونو کې هوایي مرسته هم ترلاسه وه اؤ په ۱۹ؤ بریدونو کې یې د ترهګرو ګڼ شمیر ځالې په نخښه کړي دي.

تراوسه طالبانو یا نورو وسله والو ډلو دافغان دولت ددغه دعوې په هکله خپل دریځ نه دی ښکاره کړی،

دافغانستان بیلابیلو ولایتونو کې د تندروه ډلو په ضد د افغان اؤ ائتلافي ځواکونو په ضد عملیاتو کې دغه چټکتیا وروسته له هغې لیدل شوې چې روانه میاشت طالبانو د افغان دولت دسولې وړاندیز رد کړو.

طالبان هم زیاتره مهال په افغان ځواکونو بریدونو کې هغوئ ته د سرومال د درنو زیانونو اړؤلو دعوې کوي.

تیره اوونۍ سعودي عرب کې د نړۍ د۱۳۳هیوادونو دیني عالمانو په افغانستان کې روانې جګړې ناروا بللې اؤ په وسله والو ډلو یې غږ کړی چې دافغان دولت تر شا ودریږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG