لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان په پاکستان کې د ترهګرو بريدونو غندنه کړې


د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر، امريکې، سعودي عرب، جرمني، يورپي يونين او قطر په پاکستان کې د وروستو ترهګرو بريدونو غندنه کړې ده.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د پاکستان په بلوچستان او خېبرپښتونخوا ایالتونو کې وروستي ترهګریز بریدونه غندلي او د ترهګرو ترسره شوي اعمال یې د بشریت ضد سترجنایت ګنلی دی.

له ارګ څخه په تازه خپور شوي بیان کې محمد اشرف غني د ترهګرو په بریدونو کې دپاکستان زیانمن شویو ولسونو سره همدردي شریکه کړې اوهغوی ته یې دخواخوږۍ او د تسلیت مراتب يې وړاندې کړي دي.

پاکستان کې پرله پسې په پېښور، بنو او بلوچستان په مستونګ سيمه کې د ترهګرۍ پېښې رامنځته شوې.

پېښور، مستونګ او بنو کې د انتخابي کمپاين په جلسو او کاروان باندې د داعش او طالبانو په بريد کې د دوه کانديدانو په ګډون د ۱۵۰ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

اشرف غني ویلي، د اسلامي نړۍ علماوو په سعودي عربستان کې په یوې ګډې هوکړې سره ځانمرګي بریدونه ،چاودنې غندلي او هرعمل چې د هرې ډلې لخوا د عامو وګړو د ویني د تویدنې اووژنې لامل ګرځي،د اسلامي نړۍ د دیني علماوو له فتوې سره په ټکر کې دي.

نوموړي ویلي ترهګرۍ د ټول بشردوښمن دی او له تفکیک پرته په هرځای کې خلک وژني ،افغانستان له دې شومې پدیدې سره د جګړې په لومړي کرښه کې قرار لري او هره ورځ زیاته قرباني ورکوي.

ښاغلي غني زیاته کړه افغان حکومت په دې باور لري چې پرخلکو، مقدسو ځایونو او په ولسواکو پروسو بریدونه په هیڅ اصولو ،قوانینواو بشري موازینو کې د توجیې وړ نه دي.

جمهور ريیس غني وايي افغانستان په دومداره توګه د تروریزم پروړاندې د ښه او بد له تفکیک پرته پرګډې مبارزې ټینګار کړی اوله ټولو هیوادونو یې هم غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ پرضد له توپیري چلند پرته مبارزه وکړي.

امریکې هم ياد بریدونه غندلي او ويلي يې دي دا بريدون د پاکستاني ولس د خپلو جمهوري حقونو څخه د محرومولو يو ناوړه هڅه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزات وياندې هېد نوئرټ د جمعې په ورځ په يو بیان کې ویلي، "د ترهګرۍ پرضد جګړه کې مونږ د سويلي اسيا د ټولې او پاکستان د اولس په شا ولاړ يُو".

ملګرو ملتونو، سعودي عرب، جرمني، يورپي يونين، د برتانیې هايي کمېشن او قطر په پاکستان کې د ترهګرو بريدونو غندنه کړې ده.

دوی ويلي د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان سره ولاړ دي او د غمژنو کورنيو سره يې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

د پاکستان دولت په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې د ترهګرو بريدونو په سر نن د اتوار، يکشنبې په ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی.

د بلوچستان صوبايي حکومت د مستونګ په پېښه د درېو ورځو د ماتم اعلان کړی او نن په دولتی ودانیو قامي بېرغ نيمکښو ؤ.

XS
SM
MD
LG