په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې د کال ۲۰۱۸ د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ نېټې پورې موده کې ۱۶۹۲ تنه ملکیان وژل شوي، چې دغه شمېره د تیرو لسو کلونو په پرتله تر ټولو زياته ده.
يوناما د جګړې پر ښکېلو خواوو یو ځل بیا غږ کړی چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره هڅې زیاتې کړي.
د یوناما په تازه رپوټ کې ويل شوي ۵۱۲۲ ملکي تلفات (۱۶۹۲ مړینې او ۳۴۳۰ ټپیان) مستند کړي دي او له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې یوناما د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سیستماتیک ثبتول پیل کړي، تر ټولو لوړه شمیره ده.
په رپوټ کې ویل شوي چې د وړوکي اختر په درېو ورځو کې د طالبانو د اوربند په مهال يواځې په ننګرهار کې د داعش د ځانمرګو بريدونو نه علاوه نور ملکي تلفات نه دي رامنځته شوي.
د يوناما مشر تدامچي ياماماتو ويلي "مونږ ښکیل اړخونه هڅوو چې د سوله ییز حل لپاره له هر فرصت څخه ګټه پورته کړي د ملکیانو د خوندیتوب په موخه د دوی لپاره دا تر ټولو غوره لار ده".
د يوناما د رپوټ ترمخه "د دولت ضد عناصرو له خوا په بریدونو کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو کارونه د ملکي تلفاتو مخکښ لامل پاتې شوی د ځانمرګو او نورو ځای پر ځای شويو چاودیدونکو توکو ګډ کارول نږدې د نیمایي ملکي تلفاتو لامل شوي او ځمکنۍ نښتې د ملکي تلفاتو دویم مخکښ لامل و".
یوناما ويلي د ځمکنیو نښتو له امله په ملکي تلفاتو کې ۱۸ سلنه کموالي ، خو بل لور ته ادارې د دولت ضد عناصرو له خوا د ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو په شمېر کې یو هیښوونکي زیاتوالی مستند کړی، چې له نیمایي زیات یې داعش ته منسوب شوي دي. یوناما د دولت پلوه ځواکونو له خوا په هوایي بریدونو کې هم د ملکیانو د تلفاتو چټک زیاتوالی ثبت کړی دی.
وسله واله جګړې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو ۵۴۴ تلفات (۱۵۷ مړینې او ۳۸۷ ټپیان) اړولي، چې نږدې نیمایي یې د ځمکنیو نښتو له امله دي.
د رپوټ ترمخه یوناما د ماشومانو ۱۳۵۵ تلفات (۳۶۳ مړینې او ۹۹۲ ټپیان) ثبت کړي، چې د ۲۰۱۷ کال د ورته مودې په پرتله ۱۵ سلنه کموالی په ډاګه کوي.
یوناما دولت پلوه ځواکونو ته ۱۰۴۷ ملکي تلفات منسوب کړي،چې په اټکلي ډول د ۲۰۱۷ کال د ورته مودې سره ورته دي. دولت پلوه ځواکونو د ۲۰۱۸ په لومړۍ نیمایي کې د ټولو ملکي تلفاتو د ۲۰ سلنې لامل شوي (۱۷ سلنه د افغان ملي امنیتي ځواکونو، دوه سلنه د نړیوالو نظامي ځواکونو او یوه سلنه د دولت پلوه وسله والو ډلو له خوا اوښتي).
نوموړې ادارې دولت پلوه ځواکونو (په ځانګړي ډول افغان ملي امنیتي ځواکونو) ته د ځمکنیو نښتو له امله په رامنځ ته شویو ملکي تلفاتو کې ۲۱ سلنه کموالی مستند کړی، که څه هم دغه کموالی د هوایي بریدونو له امله په ملکي تلفاتو کې د پام وړ زیاتوالی له امله بیرته سر په سر (جبران) شوی.
په رپوټ کې ویل شوي د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هوایي بریدونو کې د پام وړ زیاتوالي په اړه د یو شمیر راپورونو په ترلاسه کولو سره، یوناما د هوایي بریدونو له امله ۳۵۳ ملکي تلفات (۱۴۹ مړینې او ۲۰۴ ټپیان) مستند کړي، کوم چې د ۲۰۱۷ کال د ورته مودې په پرتله ۵۲ سلنه زیاتوالي په ډاګه کوي.
ادارې د هوایي بریدونو له امله د ټولو رامنځ ته شویو ملکي تلفاتو ۵۲ سلنه افغان هوایي ځواک، ۴۵ نړیوالو نظامي ځواکونو او پاتې دری سلنه نا مشخص شویو دولت پلوه ځواکونو ته منسوب کړي.