د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ لوړ پوړو سفيرانو طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو کولو ويلي چې د افغانستان په اړوند پاليسۍ کې مهم بدلون شوی تر څو د افغانستان د ۱۷کلنې جګړې ختمېدو دپاره خبرې پېل شي.
دغه خبره امریکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز کړې ده.
طالبان د اوږدې مودې نه د امريکا سره د افغانستان د سول د خبرو کولو وايي خو امريکا په دې ټينګار کوي چې خبرې دې د افغانستان په مالکيت او مشرۍ کې ترسره شي.
نيويارک ټايمز ويلي د امريکا نوې پاليسي چې څو لوړ پوړو امريکايي او افغان چارواکو يې پخلی کړی دوی ويلي دي دا په دې موخه ده چې دواړه فريقېن يو بل ته نزدې کړی شي او رسمي خبرې يې پېل کړی شي.
ورځپاڼې ویلي د خبرو دپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې او دغه هڅې هم ناکامه کېدی شي خو د امريکا د خبرو دپاره رضامندي دې پله اشاره ده چې په افغانستان کې کړکېچ مات کړي.
د صدر ټرمپ د افغانستان دپاره پاليسۍ اعلانولو وروستو د سرتېرو سېوا کولو باجود د طالبانو ګواښونه او جګړه بيا هم دوام لري.
نيويارک ټايمز ویلي امریکايي چارواکو ته په دغه اړوند نور واک ورکړی شوی او دغه پرېکړه تېره میاشت د صدر ټرمپ د ملي امنيت سلاکار کړې وه او ښکاري چې د جګړې ختمولو دپاره هڅې تندې کړی شوي دي.
د رپوټ ترمخه په دغو هڅو کې په افغانستان کې د تېرې ماشتې اوربند، په پاکستان د امریکا فشار سېوا کول چې طالب مشرانو ته نورې پټې ځالې نه ورکوي او اسلامي نړۍ د تندلاريتوب پرضد کول شامل وو.
د تېرې میاشتې په وروستيو کې د امريکا د دفاع وزیر جېم مېټس هم ویلي ؤ چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د ۱۷ کلنې روانې جګړې وروستو ځينې داسې مثبتې نښې ښکاره شوي چې د روغې جوړې خبرې پېل کړي.
جېم مېټس د افغان ولسمشراشرف غني لخوا اوربند او بيا د طالبانو اوربند په اړوند ويلي ؤ چې د ډاډ وړ خبره ده.
نيويارک ټايمز ويلي په تېرو څو اوونيو کې لوړ پوړو امریکايي چارواکو د افغانستان او پاکستان سفرونه کړي چې د امریکا او طالبانو د خبرو دپاره زمينه برابره کړي.
د امريکې د بهرنیو چارو وزير مايک پومپيو تېره اوونۍ د کابل سفر کړی او د پاکستان او افغانستان دپاره د امريکا استازې اېلس وېلز د دواړو هېوادونو سفر کړی او څو ورځې يې پکې تېرې کړې وې.
نه خو د امریکا د بهرنيو چارو محکمې او نه د طالبانو وياند په دغه اړوند څه ويلي چې د طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې کيږي.
خو له دې وړاندې افغان طالبانو د امریکا سره د خبرو کولو ويلي ؤ.
تېره مياشت په پاکستان کې د يوې غېر رسمي نړيوالې غونډې ګډون والو سپارښتنه کړې وه چې امريکا دې د طالب وسله والو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي، تر څو افغانستان کې د کلونو راهسې روانې جګړې شخړه هواره شي.
اسلام اباد کې په دوه ورځنۍ ناسته کې د پاکستان او افغانستان موجوده او پخوانيو سفيرانو، د پارليمان استازو، پوځي چارواکو او د لويدیځ پوهانو ګډون کړی او د افغانستان د سولې د لارې لټولو په اړوند يې پکې خبرې کړې وې.
امريکا د اوږدې مودې نه په پاکستان فشار اچوي چې افغان طالبان د سولې د خبرو مېز ته راولي خو پاکستان دريځ لري چې په طالبانو اوس دومره اثر نه لري چې خبرو ته يې کښېنوي.
خو په وروستيو کې د پاکستان پوځ ویلي پاکستان غواړي چې د امريکا او نېټو ځواکونه په افغانستان کې بريالي شي او سوله ييز او باثباته افغانستان پرېږدي.