لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مستونګ په ځانمرګي بريد کې د مړو شمېره ۱۴۹ ته رسېدلې


د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د سراج رئيساني په انتخابي جلسه شوي ځانمرګي بريد کې د مړه شوؤ شمېره ۱۴۹ ته رسېدلې ده.

چارواکو وایس اف امريکا ته ویلي په ياد بريد کې ۱۸۶ کسان ژوبل شوي وو چې پکې ۱۱۵ د درملنې وروستو کورونو ته لېږل شوي دي.

د جمعې په ورځ د بلوچستان عوامي پارټۍ د کانديد سراج رئيساني په انتخابي جلسه ځانمرګي بريد کې د هغه سره په ځای ۱۲۷ کسان وژل شوي وو.

د ځانمرګي بريد زمه واري داعش ډلې منلې وه.

د پاکستان لنډ مهاله وزيراعظم ناصر الملک په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې د ترهګرۍ تازه پېښې غندلي دي او پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ نوموړي د کوټې سفر هم کړی دی.

وزيراعظم د سراج رئيساني د کورنۍ سره تعزيت کړی او د هغه په مشرۍ د امنيت يوه غونډه هم شوې ده.

په کوټه کې د ګورنر بلوچستان په ماڼۍ کې د امنيت په موخه راجوړه غونډه کې د مستونګ د پېښې وروستو او په صوبه کې د عامو انتخاباتو دپاره د امنيت دپاره په پورته کړی شوؤ ګامونو رڼا اچول شوې ده.

نوموړي په خېبر او بلوچستان صوبو کې د ترهګرۍ د تازه پېښو غندنه کړې او انتخابي کانديدانو او د سياسي لاريونونو او جلسو د امنيت يقينې کولو لارښوونه يې کړې ده.

تېره اوونۍ په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند په کانديد هارون بلور باندې د انتخابي جلسې په مهال ځانمرګی بريد شوی چې پکې د نوموړي سره ۲۱ کسان وژل شوي وو.

په هارون بلور د بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.

د جمعې په ورځ په بنو کې هم د جمعيت علمااسلام (ف) په کانديد او د خېبرپښتونخوا پخواني اعلا وزير اکرم خان دراني په کاروان باندې چاؤدنه شوې وه او څلور کسان پکې وژل شوي وو.

اکرام خان دراني په دغه چاؤدنه کې روغ وتی ؤ.

پېښور، بنو او مستونګ کې د ترهګرو بريدونو وروستو نن د بلوچستان په قلعه عبدالله ضلع کې د عوامي نيشنل ګوند د کانديد انجينيئر زمرک په کور وسله وال بريد شوی چې پکې د ګوند پخوانی سېنېټر داؤد خان اچکزی ژوبل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG