لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف، مريم نواز او صفدر د سزاګانو پرضد هائيکورټ کې اپيل کړی


islamabad High Court
islamabad High Court

د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشریف، د هغه لُور مريم نواز او زوم کېپټن (ر) صفدر د اېون فيلډ په مقدمه کې د سزاګانو پرضد د اسلام اباد هائيکورټ ته خواست کړی دی.

د پاکستان د احتساب عدالت د روانې میاشتې په شپږمه نېټه په لندن کې د اېون فيلډ جايداد په سر نوازشریف ته د لسو کالو، مريم نواز ته د اووه کالونو او صفدر ته د يو کال بند سزا اورولې وه.

د نوازشريف، مريم نواز او صفدر په خواستونو کې د احتساب عدالت فريق جوړ کړی شوی دی.

د نوازشريف وکیل خواجه حارث مرستیالې عايشه احد په جمع کړي خواست کې ويلي د احتساب عدالت په فېصله کې د انصاف تقاضې نه دي پوره کړی شوي.

په خواست کې ویل شوي په اورول شوې سزا کې د بند، جرمانې او نااهلۍ سره د جايداد ضبط کولو فېصله دې کالعدم وګرځول شي او درې واړه تنان دې بري کړی شي.

په خواست کې دا هم ويل شوي چې د ستر عدالت لخوا د فېصلې راتلو پورې دې د درې واړو کسانو سزا وځنډول شي او هغوي دې په ضمانت خوشي کړی شي.

د خواست جمع کولو وروستو د مسلم ليګ (ن) پروېز رشید ميډيا سره په خبرو کې وويل، " اسلام اباد هائيکورټ ته په خواست کې ويل شوي چې دا ناانصافي دې وځنډول شي او درې واړه کسان دې خوشي کړی شي او دوی ته دې د يو ازاد پاکستاني په حېث هغه اسانتياوې ورکړی شي کوم معيار چې الېکشن کمېشن او سترې محکمې په خپله ټاکلی دی".

د شپږمې جولايۍ په فېصله د نوازشريف د زامنو حسېن او حسن نواز د نيولو دائمي ورانټونه هم جاري کړی شوي وو.

صفدر د احتساب عدالت د فېصلې په دوېمه ورځ پېنډۍ کې نيول شوی او نوازشریف او مريم نواز د لندن نه بيرته ملک په ستنېدو نيول شوي وو.

دوی درې واړه دا وخت د پېنډۍ په اډياله زندان کې بند دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG