لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قاضي محمد بشير د نوازشريف پرضد د نورو قضيو اورېدو نه معذرت کړی


د پاکستان د احتساب عدالت قاضي محمد بشير چې نوازشريف د هغه لور مريم نواز او زوم صفدر ته د اېون فيلډ په قضيه کې سزا اورلې، هغه د نوازشريف او کورنۍ پرضد د دوه نورو غريضو اورېدو نه معذرت کړی دی.

د دولتي ميډيا ترمخه محمد بشير اسلام اباد هائيکورټ ته خط لېږلی چې د اېون فيلډ په قضيه کې د سزا اورولو وروستو هغه د العزيزيه سټيل ملز او فلېګ شپ انوسټمنټ ليمټډ اورېدنه نه شي کولی.

هغه هائيکورټ ته خواست کړی چې دغه دواړه غريضې دې کوم بل عدالت ته منتقل کړی شي.

د محمد بشير عدالت په شپږمه جولايۍ د ايون فيلډ په مقدمه کې پخواني وزيراعظم نوازشريف ته د لسو کالو، د هغه لور مريم نواز ته د اووه کالو او زوم کېپټن (ر) محمد صفدر ته د يو کال بند سزا اورولې وه.

ويل شوي د نوازشريف وکيل خواجه حارث ويلي چې محمد بشير په يوه قضيه کې فېصله اورولې او که د نورو غريضو اورېدنه کوي هغه بې طرفه نه شي پاتې کېدی.

بل لور ته د پخواني وزيراعظم نوازشریف، د هغه لُور مريم نواز او زوم کېپټن (ر) صفدر د اېون فيلډ په مقدمه کې د سزاګانو پرضد پرون د ګل، دوشنبې په ورځ د اسلام اباد هائيکورټ ته خواست کړی دی.

د نوازشريف، مريم نواز او صفدر په خواستونو کې د احتساب عدالت فريق جوړ کړی شوی دی.

د نوازشريف وکیل خواجه حارث مرستیالې عايشه احد په جمع کړي خواست کې ويلي د احتساب عدالت په فېصله کې د انصاف تقاضې نه دي پوره کړی شوي.

په خواست کې ویل شوي په اورول شوې سزا کې د بند، جرمانې او نااهلۍ سره د جايداد ضبط کولو فېصله دې کالعدم وګرځول شي او درې واړه تنان دې بري کړی شي.

په خواست کې دا هم ويل شوي چې د ستر عدالت لخوا د فېصلې راتلو پورې دې د درې واړو کسانو سزا وځنډول شي او هغوي دې په ضمانت خوشي کړی شي.

په دغه خواست نن د نهې، سه شنبې په ورځ اورېدنه کيږي.

XS
SM
MD
LG