لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هلمند کې د طالبانو د زندان څخه ۵۸ تنه خوشي کړی شوي


د افغانستان د دفاع وزارت ويلي د هېواد په جنوب کې په هلمند صوبه کې يې د طالبانو يو زندان مات کړی او د زندان څخه يې ۵۸ تنه خوشي کړی شوي دي.

د دفاع وزارت ويلي د اووم کنډک کمانډو د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې دغه عمليات تېره شپه ترسره شوي او د طالبانو پټ ځايونه او زندان يې په نخښه کړي دي.

د وزارت په بيان کې ویل شوي د طالبانو د زندان څخه په خوشي کړی شوؤ ۵۸ تنانو کې د ملکي وګړو ترڅنګ څلور د ملي اردو سرتيري، ۱۵ تنه پوليس دوه ډاکټران شامل دي.

ويل شوي په عملياتو کې د زندان ساتونکي اووه طالبان نيول شوي هم دي.

طالبانو په دغه اړوند کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې په هلمند کې د طالبانو د زندان څخه خلک خوشي کړی شوی له دې وړاندې هم دغه ډول عمليات شوي او د طالبانو د بند نه خلک خوشي کړی شوي دي.

د هلمند موسی قلعه په اړه ويل کيږي چې دغه ولسوالي د تېرې يوې مودې نه د طالبانو په ولقه کې پاتې شوې ده.

XS
SM
MD
LG