لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هائیکورټ کې دنوازشریف،مریم نواز اؤ صفدر داپیلونو اوریدنه شوې


اسلام اباد هائیکورټ کې نن دپاکستان پخواني وزیراعظم میا نوازشریف،دهغه لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن(ر) صفدر ته داحتساب عدالت له لوري د اورؤل شوؤ سزاګانو په ضد د شوؤ اپیلونو اوریدنه شوې اؤ محکمې دنیب نه ددغه مقدمې ریکارډ راغوښتی دی.

د روانې میاشتې په شپږمه نیټه احتساب عدالت هیواد څخه دباندې دناجائزه شتمنیو لرلو اؤ دهغې په اړوند د دروغو دحقیقتونو پټولو په جرم کې پخواني وزیراعظم نوازشریف ته د لسو،لور مریم نواز ته یې د اوو اؤ دهغې میړه محمد صفدر ته د یو کال بند سزا اورؤلې وه.

په ۱۳م جولایي نوازشریف اؤ دهغه لور لندن څخه په واپسۍ دلاهور هوایي اډې څخه نیول شوي اؤ دپینډۍ اډیاله زندان ته اچول شوي دي.

نوازشریف،مریم نواز اؤ کیپټن(ر) محمد صفدر داحتساب عدالت ددغه پریکړې په ضد اسلام اباد هائیکورټ ته اپیلونه کړي چې د اسلام اباد هائیکورټ ججانو محسن اختر کیاني اؤ میاګل حسن اورنګزیب د سه شنبې په ورځ ددغو اپیلونو اوریدنه کړې ده. اؤ نیب نه یې دهغوئ په ضد د جوړو مقدمو ریکارډ غوښتی دی.

دنوازشریف،دهغه دلور اؤ زوم په اپيلونو کې دریځ خپل کړل شوی چې احتساب عدالت د انصاف دتقاضو پوره کولو پرته سزاګانې اورؤلې دي ځکه محکمه دې دغه سزاګانې ناچله وګرځوي‌ اؤ دهغوئ دخوشې کولو امر دې وکړي.

اپیلونو کې دا غوښتنه هم شوې چې ترڅو محکمې دهغوئ په اپیلونو پریکړه نه وي کړي ترهغې باید دوئ په ضمانت د زندان څخه خوشې کړل شي.

محکمه کې ددغو اپیلونو په هکله د نوازشریف ،مریم نواز اؤ صفدر د وکیلانو اؤ سرکاري وکیل د بشپړ بحث اوریدلو وروسته به اسلام اباد هائیکورټ پریکړه وکړي چې هغوئ بري کوي، که په ضمانت یې خوشې کوي اؤ یا که د سزاګانو په اړوند یې د احتساب عدالت پریکړه پځایې ساتي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG