لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هیومن رایټس واچ: طالبان او نورې توندروه ډلې په پاکستان کې انتخابات ګډوډول غواړي


د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې یا هیومن رایټس واچ په پاکستان کې پر سیاستوالو او انتخابي کاندیدانو باندې په پرله پسې توګه د ترهګرۍ د بریدونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

بل لور ته سیاسي ګوندونو او امنیتي څېړونکو په دې اړه هم اندېښنې څرګنده کړې، چې وایي د ټاکنو په ورځ که پوځي سرتېري د امنیتي ساتلو لپاره د ووټ اچولو په مرکزونو کې دننه ولاړ وي، نو دا پر خلکو نفسیاتي اغېز لري او هغوی نه شي کولای د خپلې خوښې کاندیدانو ته ووټ ورکړي.

د هیومن رایټس واچ له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې وسلوال طالبان او نورې توندروه وسلوالې ډلې په پاکستان کې د عامو انتخاباتو عمل ګډوډول غواړي او وایي چې که لنډمهالي حکومت په ټاکنو کې برخه اخیستونکو ټولو کاندیدانو ته امنیت ور نه کړ، نو د انتخاباتو پر نتایجو اندېښنې او پوښتنې را پورته کېدای شي.

بلې خواته د پاکستان د بشري حقونو سازمان ایچ آر سي پي هم تور لګوي، چې په پاکستان کې د ریاستي ادارو طاقت په ټاکنو کې د درغلۍ لپاره کارول کېږي. په اسلام اباد کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې د دې سازمان یوه مشر آی اې رحمن د انتخابي کمپاین په مهال د ناامنۍ په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي. هغه وایي:

"د تشدد او بدامنۍ پر پېښو موږ سخت اندېښمن یو، موږ وینو چې ځینې ځانګړي ګوندونه هماغسې لکه د ۲۰۱۳م کال د ټاکنو د کمپاین په مهال اوس په نخښه کېږي، خو د ترهګرۍ په دې روانه لړۍ کې ځینې ګوندونه بچ پاته دي".

نه یواځې د بشري حقونو سازمانونه بلکې په سېنټ کې اکثر سیاسي ګوندونه هم پر انتخابي کاندیدانو او د کمپاین پر جلسو باندې د بریدونو په مخنیوي کې لنډمهالی حکومت ناکامه بولي. د سېنټ په غونډه کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو په را روانو ټاکنو کې د توندروه ګوندونو پر برخې اخیستو هم اندېښنې څرګندې کړې دي.

سنېټرانو د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د بلوچستان عوامي ګوند پر کاندید میر سراج ریییساني پر انتخابي غونډه د وروستۍ خونړۍ حملې مخنیوی د حکومت ناکامې بللې، چې شاوخوا ۱۵۰ کسان پکې و وژل شول او شاوخوا دوه سوه نور پکې ټپیان شول. د بلوڅانو د یوه ملتپال نېشنل ګوند سنېټر اشوک کمار په دې اړه وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"د لنډمهالي حکومت ذمه واري د ټاکنو په مهال امنیت ټینګول دي، خو دوی د سیاسي ګوندونو په غړو، کاندیدانو او مشرانو پسې دي، چې په څه نه څه شکل یې له انتخاباتو را وګرځوي او د خپلې خوښې ګوندونه کامیابه کړي".

خو بلې خواته د پاکستان لنډمهالی حکومت او د انتخاباتو کمېشن دعوه کوي چې د انتخاباتو لپاره یې امنیتي ګامونه پورته کړي دي او د دفاع وزیرات د دې لپاره په ټول هېواد کې د شاوخوا درې نیم لکه سرتېرو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.

په ټاکنو کې د کاندیدانو او عامو خلکو د امنیت په اړه اندېښنو ته د انتخاباتو د کمېشن سیکرټر بابر یعقوب رسنیو ته وویل:

"د وزیراعظم په مشرۍ د څلورواړو صوبو د چیف سیکرټرانو، د امنیتي ادارو د مشرانو او د کورنیو چارو سیکرټرانو غونډه شوې او هلته هم موږ دوی ته ویلي چې د کاندیدانو او د سیاسي مشرانو امنیت ته دې ځانګړی پام وشي".

د پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي مرکزي ادارې (نېکټا) یوه اوونۍ وړاندې خبرداری ورکړی وو، چې کېدای شي د عامو انتخاباتو په مهال د هېواد پر لویو سیاستوالو- چې پښتانه سیاسي مشران هم پکې شامل دي- د ترهګرو ډلو له خوا حملې وشي.

XS
SM
MD
LG