لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د شوګرد ناروغانو شمېره تر۲۷ميلينو زياته شوې ده


Global Diseases
Global Diseases

د پاکستان د صحت د قامي ادارې وفاقي وزير محمد يوسف شېخ ويلي نوې سروی ښايي په پاکستان کې د شوګر د ناروغانو شمېره د ۲۷ ميلينو نه زياته شوې ده.

وفاقي وزير د شورو په ورځ په اسلام آباد کې د شوګر د قامې سروی لخوا راجوړې شوې يوې غونډې ته ويلي په پاکستان کې د کال ۱۹۹۴ نه تر ۱۹۹۸پورې چې د شوګر د ناروغانو کومه شمېره وه په کال ۱۷-۲۰۱۶ کې دغه شمېره کې درې چنده زياتوالی راغلی دی .

ښاغلي يوسف شېخ ويلي په ګرده نړۍ کې ۴۲۵ ميلينه خلک د شوګر په ناروغۍ اخته دي خو زياته يي کړه چې دوي به کوشش کوي چې په پاکستان کې د دغې ناروغۍ خورېدلو مخه اونيسي.

په پاکستان کې د شوګر د ناروغۍ په اړه شوې وروستۍ سروی ترمخه دغه ناروغي د مشرانو په پرتله په ځوانانو کې ډېره په تندۍ سره خوريږي.

د چا عمرونه چې د ۲۰ کالو نه تر ۳۹ کالو پورې وي او بله دا چې د ښارونو په نسبت په کليوالو سيمو کې ډېره په تندۍ خوريږي.

وفاقي وزير د غونډې په وخت ژمنه اوکړه مونږه سره پوهه او وس توان شته چې راتلونکي کول له د شوګر نه پاک چاپېريال ورکړو.

نوموړي اوېل د شوګر د ناروغۍ نه د بچکېدلو لپاره په اولس کې پوهه خورول ډېر ضروري دي چې خلک په دې پوهه شي چې کوم خوراکونه د صحت لپاره غوره دي او بله دا چې ورزش يا تمرين د امروزه ژوند برخه جوړول پکار دي خو زياتوي په دې لړ کې زياته پام لرنه ماشومانو او ځوانانو ته کولو سره به په پاکستان کې په راتلونکي نسلونو کې د شوګر د ناروغۍ کچه کمه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG