لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرايل پارليمان د يهودي قومي رياست لانجمن قانون منظور کړی


د اسرایل پارليمان نن د زيارت، پنجشنبې په سهار هغه لانجمن قانون منظور کړی کوم چې په اسرايل کې يواځې يهوديانو ته د خپلواکۍ حق ورکوي او دا به په رياستي کچه د يهودي ابادکارۍ ډاډګېرنه کوي.

دغه قانون د اسرايل پارليمان د اوږد اته ساعتو تود بحث وروستو د ۵۵ په مقابله کې په ۶۲ ووټونو پاس کړی دی.

د اسرايل په پارلیمان کې عرب غړو د دغه قانون سخت مخالفت کړی او دې قانون ته يې د جمهوريت مرګ او په اسرايل کې د نسل پرستۍ نوم ورکړی دی.

خو د اسرايل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو د قانوني مسودې د منظورولو هرکلی کړی او دې ته يې د اسرايل په تاريخ کې يوه مهمه لاسته راوړنه ویلي دي.

د اسرايل جوړېدو ۷۰ کاله وروستو په دغه منظور شوي قانون کې ويل شوي دي چې اسرايل په تاريخي توګه د يهوديانو وطن دی او دلته د نورو نه زياته دوی ته قامي خپلواکي ترلاسه ده.

او په قانون کې د اسرايل ټولو وګړو ته د مذهبي تړون پرته د خپل تاريخي وراثت د ساتنې حق ورکړی شوی دی.

د قانون منظورېدو وروستو وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو ويلي د ياد قانون وروستو اسرايل د خپل وجود بنياد وټاکو چې دا د يهوديانو هېواد دی څوک چې د خپلو ټولو اولسي حقونو درناوی کوي.

خو د نېتن ياهو د باور باوجود چې د دې قانون سره به په اسرايل کې د اباد عربو اولسي حقوق نه اغېزمنيږي په پارلیمان کې عرب غړو د قانوني مسودې سخت مخالفت کړی او دا يې په اسرايل کې د ابادو لږکيو پرضد بللی دی.

د قانون ترمخه عربي د اسرايل د سرکاري ژبې د درجې څخه لرې کړی شوې او عبراني دولتي ژبه جوړه کړی شوې ده.

په پارليمان کې عرب غړو ياد قانون ته د نسل پرستۍ نوم ورکړی او تور يې لګولی چې د اسرايل حکومت د عربۍ ژبې څخه په ويره کې دی.

که څه هم د اسرايل عرب وګړو ته هم اييني حقونه ترلاسه دي خو دوی تل په دولتي کچه د توپيري چلند شکايت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG