لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هائيکورټ نېب ته د پېښور بي ار ټي پروژې پلټنو امر کړی


د پېښور هائيکورټ د احتساب ادارې (نېب) ته امرکړی چې د پېښورتېز بس سروس پروژې، بس رېپډټرانزټ کوريډور (بي ار ټي) پلټنې وکړي چې ولې دغه پروژه د جوړېدو د خپل ټاکلي وخت نه وروستو شوې، پېسې يې ولې سېوا شوي او بدنامو شرکتونو ته يې ټېکه ولې ورکړی شوې ده.

د پېښور هائيکورټ د مشر قاضي وقار احمد سېټهـ په مشرۍ دوه کسيزه بنچ د بي ار ټي په اړوند د خواست په اورېدنه فېصله اورولې چې پکې ويل شوي د پروژې د ۲۴م جون ۲۰۱۸م پورې بشپړېدو ويل شوي وو خو تراوسه پورې سرته نه ده رسول شوې.

عدالت ويلي په نورو صوبوکې بدنامو شوؤ شرکتونو ته د بي ار ټي جوړولو ټېکه ورکړی شوې د کوم له سببه چې نه یواځې د پروژې لګښت د ۴۹.۳ اربه روپو نه ۶۷.۹ اربه روپو ته رسېدلی بلکې د نورو پروژو روپۍ هم دې را اړول شوي دي.

د پېښور بي ار ټي پروژه د پاکستان تحریک انصاف تېر حکومت پېل کړې او ادعا يې کړې وه چې په لږه موده کې به دغه پروژه بشپړه کړي.

عدالت په خپله فېصله کې نېب ته د سوتره پلټنو کولو ويلي چې په پينځم ستمبر دې عدالت ته د پلټنو رپوټ وړاندې کړي.

عدالت د پروژې ډائريکټر اسرارالحق ته هم امر کړی چې مرکزي حکومت ته خپل خدمات وسپاري.

د بي ار ټي په پروژه مولانا امان الله حقاني څوک چې د جی يوايي کانديداو پخوانی وزير پاتې شوی عدالت ته خواست کړی ؤ چې دغه پروژه بې د پلاننګ پېل کړی شوې او بدنامو شرکتونو ته يې ټېکه ورکړی شوې ده.

نېب د وړاندې نه په شکايتونو د بي ارټي په اړوند پلټنې کوي خو دې ځل له ورته عدالت په رسمي ډول د پلټنو امر وکړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG