لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندوز:په امنیتي پوسته دطالبانو برید کې۱۲سیمه ییز پولیس وژل شوي


دافغانستان په کندوز ولایت کې په امنیتي پوسته دطالبانو برید کې ۱۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک وایي دغه برید ټیره شپه د امام صاحب ولسوالۍ کې د امام الدین څلور لاري سیمه کې په امنیتي پوسته شوی دی چې سیمه ییزو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په کندوز ولایت کې طالبان زیات فعاله دي اؤ دغلته وخت په وخت دامنیتي ځواکونو په پوستو ډله ییز بریدونه کیږي چې تر دې مهاله پکې په سوؤنو افغان سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دکندوز دپولیسو ویاند انعام الدین رحماني په امام صاحب ولسوالۍ کې په امنیتي پوسته د شوي تازه برید پخلی کړی .

هغه ویلي په برید کې امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمیره یې نه ده په ډاګه کړې .

په دې وروستیو کې چې طالبانو د افغان دولت د سولې وړاندیز رد کړی د طالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمینځ دنښتو لړۍ چټک شوې ده .

افغان ولسمشر اشرف غني تیره میاشت د طالبانو نه غوښتي وؤ چې دسولې خبرو ته کښیني اؤ دولت چمتو دی چې دهغوئ په ټولو شرطونو ورسره رغنده خبرې وکړي.

خو طالبانو دریځ نیولی چې افغان دولت واک نه لري اؤ هغوئ نیغ په نیغه امریکا سره خبرې کول غواړي.

امریکا طالبانو ته واضحه کړې ده چې که دسولې مزاکرات کیږي نو مشري به یې دافغانستان دولت کوي اؤ امریکا به دغو خبرو کې یوازې داسانتیاؤ ورکولو دنده ترسره کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG