لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په هارون بلور اؤ سراج رئیساني ځانمرګي بریدونه چا کړي؟


پولیس وایي دبلوچستان ایالت په سراج رئیساني اؤ هارون بلور شوؤ ځانمرګو بریدونو کې ککړ ځان وژونکي یې پيژندلي اؤ دهغوئ دهمکارانو دنیولو دپاره یې هڅې پیل کړي دي .

دبلوچستان ایالت د پولیسو مشر محسن حسن بټ دسینیټ قائمه کمیټې ته ویلي دمستونګ په برید کې ککړ ځانمرګی حافظ نواز دپښتونخوا د ایبټ اباد سیمې استوګن ؤ‌ اؤ له دغه ځایه سندهـ‌صوبې ته تللی ؤ.

دپولیسو مشر ویلي په سندهـ کې هغه لمړی د تندروه ډلې لشکرجهنګوي اؤ وروسته د داعش لیکې ته ورننوتلی ؤ.

هغه ویلي‌ دځان وژونکي حافظ نواز سره دمستونګ په ځانمرګي برید کې د داعش دوؤ غړو مفتي حیدر اؤ حافظ نعیم همکاري کړې ده اؤ دهغوئ د نیولو دپاره پولیس خپلې هڅې چټک کړي دي.

همدغه شان د بلوجستان د ترهګرۍ دمخنیوي دپولیسو مرستیال مشر اعتزاز احمد ګورایه هم یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي چې د لمړیو پلټنو څخه معلومه شوې چې ترهګر حفیظ نواز د محمد نواز زوئ د جلسې دپاره د راټولو شوؤ خلکو په څلورم کتار کې ناست ؤ اؤ ځان سره یې په لاس کې د بلوچستان عوامي ګوند بیرغ هم پورته کړی ؤ.

یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دپولیسو مرستیال مشر ویلي کله چې ځان وژونکی د نوابزاده سراج رئیساني ساتونکو د سټیج خواته له ورتګ منعې کړی ؤ نو هغه ځان الوځولی ؤ.

هغه وویل د پلټنو په مهال دپېښې د ځائې څخه د ځان وژونکي د یو لاس د ګوتو د نخښو څخه د هغه پیژندګلو کې مرسته شوې اؤ دهغه کورنۍ هم منلې چې دغه ځانمرګی تن د هغوئ خپلوان ؤ.

ښاغلي ګورایه ویلي د حافظ نواز یو رور اؤ خور دا مهال په افغانستان کې دي اؤ له دغه ځایه داعش دپاره کار کوي.

بل لوري ته دخیبر پښتونخوا پولیسو هم دعوه کړې ده چې هغوئ د عوامي نیشنل ګوند په کاندید هارون بلور پېښور کې د شوي ځانمرګي برید پلټنو کې مهم پرمختګ کړی اؤ په دغه برید کې ککړ ځان وژونکی یې پیژندلی دی.

پولیسو ویلي چې په هارون بلور کوم تن ځانمرګي برید کړی دهغه تعلق د پښتونخوا هنګو سیمې سره ؤ اؤ دوؤ نورو کسانو هم ورسره په دغه ځانمرګي برید کې کمک کړی چې پولیسو پيژندلي اؤ دنیولو دپاره یې هڅې روانې دي.

په ۱۳م جون دبلوچستان په مستونګ سیمه کې د بلوچستان عوامي ګوند دکاندید سراج رئیساني اؤ په ۱۰م جولایي پيښور کې دعوامي نیشنل ګوند دکاندید هارون بلور په انتخابي غونډو ځانمرګي بریدونه شوي وؤ شاوخوا۱۶۰ کسان پکې وژل شوي اؤ د ۲۰۰ؤ څخه زیات ژوبل شوي وؤ

XS
SM
MD
LG