دترهګرۍ دمخنیوي محکمې کراچۍ کې دپولیسو په لاس د وژل شوي پښتون ځوان نقیب مسید په وژنه دتورن پولیس افسر راؤ انوار د غیرقانوني وسلو اؤ چاودیدونکو موادو لرلو په دوسیه کې هم ضمانت منظور کړی دی.
تر دې وړاندې دنقیب مسید د وژنې مقدمه کې محکمې د راؤ انوار ضمانت منظور کړی ؤ خو په هغه د غیرقانوني وسلو اؤ چاودیدونکو موادو د لرلو یوه بله مقدمه هم سوره وه چې له امله یې هغه له بنده نه ؤ خلاص شوی خو اوس په دغه مقدمه کې له ضمانت منظوریدو وروسته د راؤ انوار خوشې کیدلو ته لاره هواره شوې ده.
د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د ترهګرۍ دمخنیوي په محکمه کې د راؤ انوار د ضمانت په خواست اوریدنه شوې ده .
په دغه موقعه د محکمې قاضي د راؤ انوار په ضمانت د خوشې کولو خواست ومنلو اؤ هغه ته یې د ۱۰ؤ لکو روپو د ضمانت نامې جمع کولو امر وکړو
تر دې وړاندې په ۱۰ جولایي چې کله دنقیب مسید وژنه کې د راؤ انوار ضمانت منظور شوی ؤ د نقیب مسید پلار دمحکمې په دغه پریکړه ناخوښي ښکاره کړه وه اؤ ویلي وؤ چې هغه د کراچۍ دترهګرۍ دمخنیوي دمحکمې دقاضي په پریکړه مطمئین نه دی.
روانه اوونۍ د نقیب مسید د مقدمې وکیل صلاح الدین پهنور وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې د ترهګرۍ دمخنیوي په محکمه تور لګولی ؤ چې په دغه قضيه کې د تعصب نه کار اخلي او زياته کړې یې وه چې دوی د سندهـ صوبې هائيکورټ ته خواست کړی دی چې دغه قضيه نوره د دې عدالت نه بل عدالت ته منتقل کړي.
د کراچۍ د ملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه يې د جنوبي وزیرستان ۲۷ کلن زلمی نقیب الله مسيد سر د درېو کسانو په يوه جعلي مقابله کې وژلی ؤ.
د يادې پېښې پلټونکې د پوليس د لوړ پوړو افسرانو يوې کمېټۍ په خپل راپور کې منلې وه چې نقيب مسيد په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.
راؤ انوار او د هغه سره په پوليس ډله باندې د نقيب مسيد پلار محمد خان د وژنې مقدمه درج کړې وه.
راؤ انوار د مارچ په مياشت کې ځان عدالت ته وړاندې کړی او هغه د مې په مياشت کې عدالت ته په ضمانت د خوشي کېدو خواست کړی ؤ.
عدالت د روانې مياشتې په پینځمه نېټه د راؤ انوار د ضمانت په خواست فېصله محفوظ کړې وه.
د پاکستان سترې محکمې د نقيب مسيد د وژنې په پېښه خپل ځاني نوټس (از خود نوټس) اخستی ؤ.