لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن:دامنیتي ځواکونو د ګاډي ترڅنګ چاودنه کې څلور کسان ژوبل شوي


پولیس وایي دغه چاودنه غرمه مهال د چمن په مال روډ هغه مهال شوې چې دامنیتي ځواکونو ګاډي‌ په سړک تیریدل.

دلمړنیو معلوماتو له مخې چاودنه دومره زورداره وه چې غږ یې تر لرې لرې اوریدل شوی اؤ خواوشا دوکانونو اؤ ګاډو ته یې هم زیان اړولی دی.

دچاودنې سره سم په ګڼ شمیر کې امنیتي سرتیري اؤ مرستندویه فعالین دچاودنې سیمې ته رسیدلي اؤ په پېښه کې ژوبل کسان یې روغتون ته رسولي دي.

دچمن پولیسو مطبوعاتو ته ویلي چې چاودیدونکي مواد په یو موټر سائیکل کې ایښودل شوي وؤ اؤ کله چې دامنیتي ځواکونو ګاډي په مال روډ تیریدل نو د ریموټ کنټرول دلارې پرې دغه چاودنه شوې ده.

سرچینې وایي چې پېښه کې د ژوبل شوؤ دوؤ کسانو حالت مرګونی دی.

دچمن په کومه سیمه کې چې دا چاودنه شوې ده هلته ډپټي کمشنر درې ورځې وړاندې د ترهګر د ممکنه پېښې خبرداری ورکړی ؤ چې له دې امله دغلته د امنیتي ځواکونو ګزمې سیوا کړل شوې وې.

په بلوچستان کې له دې وړاندې هم وخت په وخت په امنیتي ځواکونو اؤ عامو وګړو دغسې بمي چاودنې اؤ ځانمرګي بریدونه شوي خو روانه میاشت چې پاکستان کې عامې ټولټاکنې کیدونکي دي په دغه ناقراره صوبه کې دبمي چاودنو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دغو چاودنو کې تر دې مهاله شا وخوا۱۵۰ کسان وژل شوي اؤ تر۲۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

په۱۴م جولایي هم مسوتګ سیمه کې د بلوچستان عوامي ګوند د یو کاندید نوابزاده سراج رئیساني په یوه انتخابي غونډه ځانمرګي برید کې ۱۳۸ کسان وژل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG