لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت کې چاودنې څلور کسان ژوبل کړي


سرچینې وایي دا چاودنه د دال ملز سیمې ترڅنګ په یو کور کې شوې ده چې له امله یې دغه کور په پشپړ ډول تباه شوی اؤ څلور کسان ژوبل شوي.

دچاودنې سره سم مرستندویه ډلې اؤ‌امنیتي ځواکونه په ګڼ شمیر کې د پېښې ځائ ته رسیدلي.

دپولیس سرچینو وینه ده چې دغه چاودنه دومره زورداره وه چې غږ یې تر لرې لرې اوریدل شوی .

په پېښه کې ژوبل کسان د لکي مروت روغتون ته رسول شوي چې پکې دوؤ حالت نازک ښودل شوی اؤ د درملنې دپار وروسته ه پېښور ته لیږل شوي.

پولیس وایي دچاودنې په اړوند یې پلټنې پیل کړي خو په سمدستي ډول لا نه ده معلومه شوې چې دا پیښه ترهګریزه ده اؤ که بله بڼه لري.

په پاکستان کې په ۲۵م جولایي عامې ټولټاکنې کیدونکي دي خو ددغه ټولټاکنو نه وړاندې دهیواد په دوؤ صوبو خیبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کې د بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو لړۍ چټک شوي چې پکې په شلګونو کسان وژل شوي اؤ‌ په سوونو نور ژوبل شوي دي.

په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره د ورانکارۍ پیښې شوي زمه واري یې ترهګرو ډلو داعش یا طالبانو پغاړه اخستې خو په لکي مروت کې دشوې دې چاودنې پړه لا چا نه ده قبول کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG