لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دولت د لوی اختر په موقع په بل اوربند کولو غور کوي، چخانسوري


د افغان ولسمشر اشرف غني وياند ويلي افغان دولت د لوی اختر په موقع د يو بل اوربند په اړه غور کوي.

هارون چخانسوري ویلي داسې احتمال شته چې په لوی اختر افغان دولت د اوربند اعلان وکړي. افغان ولسمشر اشرف غني په وړوکي اختر د اوربند اعلان کړی او د دغه اوربند نه يواځې په ځايي کچه بلکې په نړيواله کچه هرکلی شوی ؤ.

نوموړي د خالي، شنبې په ورځ خبري غونډې ته په وېنا کې ویلي د اوربند پرېکړه به افغان دولت او اولس کوي.

هغه ويلي د اوربند تفصيل به د اعلان په وخت ورکړی شي.

افغان ولسمشر اشرف غني د وړوکي اختر په موقع د روژې د ۲۷م نه تر اختر د پينځمې او بيا د لسو ورځو پورې نور اوربند غځولی ؤ.

خو طالبانو يواځې د وړوکي اختر په درېو ورځو کې اوربند کړی ؤ.

د اوربند په مهال افغان طالب وسله وال په لويه شمېره کې ښارونو پله راغلي او خلکو سره يې ليدلي وو.

دغه اوربند نه يواځې په افغانستان کې دننه بلکې په نړیوال کچ ستايل شوی او دغه ګام د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پله هم يو ښه قدم بلل شوی ؤ.

خو طالبانو د درېو ورځو وروستو بيرته د افغان دولتي ځواکونو پرضد وسله وال عمليات پېل کړي کوم چې لا هم دوام لري.

په وروستيو کې د طالبانو د امريکايي چارواکو سره د سولې دخبرو هم ويل شوي خو په دغه اړوند په رسمي ډول طالب وسله والو يا د امريکې د بهرنيو چاور وزارت څه نه دي ویلي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د تېرې يوې مودې نه وار په واره په طالبانو د سولې د خبرو غږ کوي، خو طالبان وايي د افغان دولت سره خبرې نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG