لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې په دوه انتخابي کانديدانو بريدونو شوي


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې د پي کی ۹۹ حلقې په کانديد او پخواني وزير اکرام الله ګنډاپور باندې ځانمرګی بريد شوی چې نوموړی پکې سره د ډرائيور او ساتونکو ژوبل شوی دی، د دې ترڅنګ په بنو کې په اکرم خان دراني ډزې شوي خو هغه پکې بچ شوی دی.

د ډېره اسماعيل خان د پوليس مشر (ډي پي او) منظور بابر افريدي وي او ای ډيوه ته ویلي دغه پېښه نن د اتوار، يکشنبې په سهار رامنځته شوې او او اکرام الله ګنډاپور چې انتخابي کمپاين له روانېدو ځانمرګی بريد پرې شوی دی.

د پوليس افسر په وېنا په بريد کې ګنډا پور د هغه ډرائيور او ساتونکي ژوبل شوي دي.

ژوبل شوي کسان د ډېره اسماعيل خان روغتون ته منتقل کړی شوي او پوليس افسر وايي د ګنډاپور او ډرائيور حالت يې ښه نه دي ځکه اسلام اباد ته يې د درملنې دپاره وړلو له د هيلي کاپټر انتظام کولی شي.

پوليس افسر وويل په سیمه کې خطره موجوده ده او ګنډاپور ته د ساتنې دپاره ۱۳ تنه پوليس هم ورکړی شوي خو نن سهار چې هغه کمپاين له تلو پوليس يې نه ؤ خبر کړي.

د بريد زمه واري لا چا نه ده منلې.

اکرام ګنډاپور د خېبرپښتونخوا د صوبايي حلقې (پي کی ۹۹) کولاچي نه د پاکستان تحریک انصاف کانديد او د صوبې د زراعتو پخوانی وزير پاتې شوی دی.

د اکرام الله ګنډاپور په ورور اسرار ګنډاپور چې د خېبرپښتونخوا په تېر حکومت کې د قانون وزير ؤ د کال ۲۰۱۳م د اکتوبر په مياشت کې په خپله حجره کې د لوی اختر په ورځ ځانمرګی بريد شوی او د هغه په ګډون پکې ۱۸ کسان وژل شوي وو.

پاکستاني طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې وه.

اکرام ګنډاپور د دغه بريد تور د پاکستان تحريک انصاف د تېر حکومت په يو بل وزیر علي امين ګنډاپور لګولی ؤ، علي امين ګنډاپور هم چې د ډېره اسماعيل خان سره تعلق لري دغه تورونه يې رد کړي وو.

بل لور ته په بنو کې د جمعيت علمااسلام ف په يو مشر او پخواني اعلا وزير اکرم خان دراني په ګاډي نامالومو وسله والو ډزې کړي خو نوموړی پکې روغ پاتې شوی دی په اکرم خان دراني دا دوېم بريد دی.

اکرم خان دراني د متحده مجلس عمل د قامي اسمبلۍ دپاره د حلقه اېن ای ۳۵ کانديد دی او نزدې لس ورځې وړاندې يې په کاروان چاؤدنه هم شوې چې پکې څلور تنه وژل شوي وو.

په ډېره اسماعيل خان کې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په روان انتخابي کمپياين کې په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند په کانديد هارون بلور او بلوچستان کې د بلوچستان عوامي ګوند په کانديد سراج رئيساني ځانمرګي بريدونه شوي او د هغوی سره پکې د ۱۵۰ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

پاکستان کې عام انتخابات په ۲۵ جولايۍ ټاکل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG