لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جسټس شوکت عزيز صديقي په خپل بيان د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کړې


جسټس شوکت عزيز صديقي

د اسلام اباد هائيکورټ جسټس شوکت عزيز صديقي د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار ته خط ليکلي او ورته یې ویلي يې دي چې هغه په پېنډۍ کې وکيلانو ته په وېنا کې کومې خبرې کړي دي د هغې د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي.

شوکت عزيز صديقي د خالي، شنبې په ورځ د پنجاب پنډۍ ښار د وکیلانو د تنظیم غونډې (بار کونسل) ته په وېنا کې ویلي ؤ، "د استخباراتي ادارو چارواکي د اسلام اباد هايي کورټ مشر قاضي ته ورغلي چې یقیني کړي پخوانی وزیراعظم نواز شریف د انتخاباتو لپاره د جېل د د دروازو شا ته وي".

جسټس شوکت عزیز صدیقي تور لګولی ایي اېس ایي په عدالتونو کې د هېواد مهمو سیاسي مقدمو فېصلو په خپله خوښه بدلولو کې په پوره توګه فعاله ده او زیاته کړې يې ده د استخباراتي ادارو چارواکي د سیاسي فیصلو لپاره په خپله خوښه عدالتي (ډلې) بنچونه جوړوي.

نوموړي ویلي د عدلیې نه ازادې اخيستی شوې او د دې کنټرول د هغو خلکو په لاسونو کې دی د چا سره چې ټوپک دی. د نوموړي اشاره د پاکستان پوځ اړخ ته وه.

ښاغلي صديقي په خط کې مشر قاضي ته ليکلي چې وېنا بې د ويرې پرته کړې او رښتيا يې په ډاګه کړي دي.

هغه ويلي چې کوم رښتيا يې ويلي دي د هغې د پخلي دپاره دې د سترې محکمې د موجوده يا پخوانيو قاضيانو يو کمېشن جوړ کړي او د کمېشن مشري دې د پي سي او لاندې د سوګند نه پورته کوونکي قاضي ته وسپارل شي.

د پي سي او لاندې د پخواني پوځي امر پروېز مشرف په وخت کې ججانو سوګند پورته کړی ؤ.

صديقي ویلي د پوځ لخوا هم ويل شوي چې د جسټس صدیقي د وېنا پلټنې دې وشي. هغه زياته کړې که رښتيا يې دروغ ثابت شو هرې نتيجې ته يې تيار دی.

خو صديقي ورسره دا هم ويلي چې که د هغه خبرې رښتيا ثابتې شوې نو د پوځ د هغو افسرانو راتلونکی به څه وي چې په عدليه کې لاس وهنه کوي يا پکې خپل کار اوباسي.

نوموړي دا هم ويلي کمېشن دې خپله اورېدنه يا کارروايي د وکيلانو، ميډيا او مدني ټولنې دپاره پرانستې وساتي.

د جسټس شوکت عزيز صديقي د پاکستان په استخباراتي اداره ايي اېس ايي او پوځ د نيوکو او تورونو وروستو پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ وياند د سترې محکمې د مشر قاضي نه غوښتي چې نوموړي جج په رياستي ادارو سخت تورونه لګولي د دې پلټنې دې وکړی شي.

له دغې وروستو د سترې محکمې مشر قاضي د صديقي د تورونو نوټس اخيستی او د هغه د وېنا ريکارډ يې غوښتی دی.

XS
SM
MD
LG