لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کېنېډا: د ډزو په پېښه کې يو تن وژل شوی ۱۴ ژوبل


د کېنېډا په ټورنټو ښار کې د يو وسله وال تن په ډزو کې يو تن وژل شوی او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

د ټورنټو د پوليس مشر مارک سونډرز ويلي د ډزو پېښه د اتوار په شپه د ښار د مرکز سره نزدې په ګريک ټاؤن کې د ګڼې ګوڼې په علاقه کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو ترمخه برید کوونکي تن په رستورانټو ناستو کسانو باندې ډزې کړي دي.

د ډزو په پېښه کې يوه ښځه وژل شوی او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

ويل شوي وروستو پولیس موقعې ته رسېدلي برید کوونکی تن يې په ډزو وژلی خو د هغه پېژندګلو لا نه ده شوې.

پوليس مشر ویلي د ډزو پېښه اتفاقي نه ده او د ترهګرۍ امکان هم نه شي رد کېدی.

XS
SM
MD
LG