لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان دټولټاکنو خونړي کمپائن دڅومره خلکو ژوند واخستو؟


په پاکستان کې د عامو ټاکنو کمپائن پائ ته رسیدلی اؤ ټاکل شوې ده سبا په دغه هیواد کې دقامي اؤ صوبايي اسمبلیو دپاره ټاکنې کیږي خو دیوې میاشتې دا انتخابي کمپائن زیات خونړی ثابت شوی اؤ پکې د دریوؤ کاندیدانو ترڅنګ شاوخوا۱۸۵ کسان وژل شوي اؤ ۳۵۰ نه زیات ژوبل شوي دي.

دپاکستان د جیو ټیلي ويژن دیو راپور له مخې دیوې میاشتې په دغه کمپائن کې دهیواد په دوؤ صوبو خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د ځانمرګي بریدونو،بمي چاودنو اؤ ډزو ۱۳ سترې پېښې رامینځته شوي چې په خلکو کې یې ویره ترهه خوره کړې وه خو دهغې باوجود هم زړه نا زړه انتخابي کمپائن روان ؤ اؤ عام اولس به سیاسي جلسو،غونډو اؤ‌ لاریونونو کې برخه هم اخسته.

له دې وړاندې چې کله په کال ۲۰۱۳م کې عامې ټاکنې کیدلي نو د یوې میاشتې په کمپائن کې د ۱۰۰ نه زیاتې د ناامنۍ پېښې رامنځته شوې وې چې په کې ۳۰۰ نه زیات کسان وژل شوي اؤ شاوخوا۶۰۰نور ژوبل شوي وؤ.

په اوسني انتخابي کمپائن کې تر ټولو ستره د ترهګرۍ پیښه په ۱۴م جولایي د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې شوې وه.

دغلته دبلوچستان عوامي ګوند د کاندید سراج رئیساني په انتخابي غونډه یو ځانمرګي برید هکې ۱۵۴ کسان وژل شوي اؤ شاوخوا۲۰۰ ژوبل شوي وؤ.

پخپله سراج رئيساني هم په دغه خونړي برید کې خپل ژوند بائللی ؤ.

همدغه راز له دې وړاندې په ۱۰م جولایي د پېښور په یکه توت سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند دکاندید په انتخابي جلسه ځانمرګي برید کې د هارون بلور په ګډون ۲۲ کسان وژل شوي اؤ ۶۵ژوبل شوي وؤ.

په اوسني انتخابي کمپائن کې دجمعیت علماء اسلام کاندید اؤ دخیبر پښتونخوا پخوانی وزیراعلی ښاغلی اکرام خان دراني دوه ځله د بمي چاودنو څخه روغ وتلی خو نور زیات پلویان یې وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ.

۱۶م جولایي بنو کې د اکرم دراني په قافله یوه بمي چاودنه شوې وه چې پکې پینځه کسان وژل اؤ ۳۵ ژوبل شوي وؤ اؤ په ۲۲م جولایي بسیه خیل سیمه کې بیا دهغه قافله د یوې بمي چاودنې ښکار شوه خو دغه چاودنه کې چاته څه زیان نه ؤ رسیدلی.

په ۲۲م جولایي د ډیره اسماعیل خان نوري دربار سیمې سره نزدې د تحریک انصاف ګوند په کاندید اکرام الله خان ګنډاپور ځانمرګي برید کې پخپله ګنډاپور اؤ د هغه دوه نور ملګري وژل شوي اؤ‌ پینځه کسان ژوبل شوي وؤ.

په ۲۲م جولایي د بلوچستان دالبندین سیمه کې دبلوچستان عوامي پارټۍ په دفتر د لاسي بم برید کې ۲۰ کسان اؤ هم په دغه ورځ دچمن پولې سره نزدې د ډزو یوه پېښه کې د عوامي نیشنل ګوند سیمه ییز مشر اؤ پخوانی سینیټر داؤدخان اچکزئ د نامعلومو کسانو‌ په ډزو کې ژوبل شوی ؤ.

په اوومه جولایي بیا په یوه ورځ درې بدې پیښې رامینځته شوې وې .

په دغه ورځ دبنو تختي خیل سیمه کې د ایم ایم ای د کاندید ملک شیرین د قافلې ترڅنګ بمي چاودنه کې دملک شیرین په ګډون اته کسان ژوبل شوي وؤ اؤ هم د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې دپاکستان تحریک انصاف د کاندید ملک اورنګزیب په دفتر بمي برید کې ۱۰ کسان ژوبل شوي وؤ.

هم په اووم جولایي دبلوچستان تربت سیمه کې دنامعلومو کسانو په ډزو د بلوچستان نیشنل پارټۍ وتلی مشر سید احسان شاه اؤ اصغر رند ژوبل شوي وؤ.

دا ځانمرګي بریدونه اؤ بمي چاودنې په داسې حال کې کیدلی چې په پاکستان کې حکومت اؤ امنیتي ادارو پرله پسې دعوې کولې چې ټولټاکنو دپاره یې کوټلي امنیتي ګامونه اخستي دي.

XS
SM
MD
LG