لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صوابۍ:په پولنګ اسټیشن ډزو کې یو تن وژل شوی،دوه ژوبل


په پاکستان کې د روانو ټولټاکنو په مهال د تاؤتریخوالي وړومبۍ پېښه د پښتونخوا صوابۍ سیمه کې رامینڅته شوې اؤ دغلته دعوامي نیشنل پارټۍ اؤ تحریک انصاف دفعالینو ترمینځ‌ ډزو کې د پي‌ ټي ای یو غړی وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل دي.

دسیمې څخه پولیس سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې د ډزو دغه پېښه دچهارشنبې په سحر د نوي کلي چې اوس په کرنل شیر کلي یادیږي په بینذارا پولنګ اسټیشن هاغه مهال رامنځته شوه چې دپي ټي‌ ایي اؤ عوامي نیشنل پارټۍ فعالینو یو بل ته اورؤنې کولې.

پولیس وایي په دغه مهال د عوامي نیشنل پارټۍ غړو د پي ټي‌ ايي په فعالینو ډزې کړي چې پکې دشاه زیب په نوم یو تن وژل شوی اؤ‌ دوه نور ژوبل شوي دي

دصوابۍ د پولیسو مشر سید خالد همداني ویلي د وژل شوي تن تعلق د تحریک انصاف ګوند سره دی اؤ ژوبل کسان د درملنې دپاره روغتون ته رسول شوي دي.

دپولیسو مشر وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي پولیسو حالات قابو کې ساتلي اؤ په بینذارا پولنګ سټیشن د رائیو ورکولو عمل دوام لري.

دصوابۍ په کومه سیمه کې چې د ډزو دغه پېښه رامینځته شوې هغه دقامي اسمبلۍ حلقه این ای ۱۹ اؤ دصوبايي اسمبلۍ پی کی ۴۷ یادیږي چې دغلته نه د عوامي نیشنل ګوند د امیر رحمان اؤ دپي ټي ایي دشهرام ترکئ تر مینځ سخته مقابله روانه ده.

XS
SM
MD
LG