دبلوچستان په سرښار کوئټه کې دیو انتخابي مرکز ترڅنګ دپولیسو په یو ګاډي ځانمرګي برید کې لږ تر لږه۲۸ کسان وژل شوي اؤ د ۵۰ؤ څخه زیات نور ژوبل شوي دي.
دغه ځانمرګي برید په داسې حال کې شوی چې دپاکستان دننه عامو ټولټاکنو دپاره د رائيو ورکولو عمل دوام لري له د ټولټاکنو نه وړاندې انتخابي کمپائن کې هم په ځانمرګي بریدونو اؤ بمي چاودنو کې په سوونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ.
د کوټې دپولیسو مشر یا ډي ایي جي عبدالرزاق چیمه خبریالانو ته ویلي چاودنه په ختیز سړک د ماډل تعمیر نو اسکول د رایې ورکولو د مرکز ترڅنګ د پولیسو په یو ګاډي شوې چې دپولیسو ترڅنګ یې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
دکوټې نه د وائس اف امریکا ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي ته د کوټې سول هسپتال ویاند ویلي چې چاودنه کې د وژل شوؤ ۲۸کسانو مړي اؤ ۵۰ ژوبل کسان روغتون ته و وړل شوي دي.
ویاند وایي په ژوبلو کسانو کې هم د لسو حالت مرګونی دی چې له دې امله د مړو شمیر کې د زیاتوالي اندېښنه ده.
په وژل شوؤ کې دملک عامر په نوم د یو پولیس افسر یا ایس ایچ او په ګډون پینځه پولیس هم شامل دي.
دپېښې سره سم په ګڼ شمیر کې امینتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین سیمې ته رسیدلي اؤ چاودنه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان روغتونونو ته رسوي.
عیني شاهدان وایي چې دا یو ځانمرګي برید دی خو پولیس چارواکي وایي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي اؤ زر به دچاودنې نوعیت په ډاګه شي .
تر دې مهاله ددغه چاودنې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې چې کله د ټولټاکنو دپاره کمپائن کیدلو د بلوچستان په مستونګ سیمه کې په یوه انتخابي جلسه دشوي ځانمرګي برید پړه داعش پغاړه اخستې وه .
په دغه برید کې ۱۵۸پورې کسان وژل شوي اؤ خواوشا۲۰۰ نور ژوبل شوي وؤ.
د کوټې په کومه سیمه کې چې دا چاودنه شوې هغه د قامي اسمبلۍ ۲۶۶ اؤ دصوبایي اسمبلۍ ۳۱مه حلقه ده چې پکې د متحده مجلس عمل دکاندید حافظ حسین احمد، دپښتونخوا ملي عوامي ګوند دجمال ترکئ اؤ دبلوچستان نیشنل ګوند داغا حسن بلوچ ترمینځ سخته مقابله روانه ده.