لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زما دپلویانو ووټونه په زوره مخالف کاندید ته اچول کیږي،داڅکزي تور


دپښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي تور لګولی چې د هغه دګوند دپلویانو ووټونه د امنیتي ځواکونو په موجودیت کې دمخالف کاندید په حق کې په زوره کارولی شي.

دچهارشنبې په ورځ خبریالانو ته په ټیلي فون ښاغلي اڅکزي وویل هغه چې دکومې حلقې( این ای ۲۶۳)نه دقامي اسمبلۍ څوکۍ ته ولاړ دی هلته سخته ټګي روانه ده اؤ‌ دټولټاکنو دکمیسون مشر باید ددې ټګۍ خبر واخلي.

ښاغلي اڅکزي تور لګولی چې دهغه دحلقې د دوبندي سیمې څخه دهغه انتخابي استازي یا پولنګ ایجنټان د رائیو ورکولو له مرکزونو ویستل شوي اؤ دهغه مقابلې ته د ولاړ ازاد کاندید په حق کې ټګي روانه ده.

محمود خان اڅکزئ دا تور هم پورې کړی چې دپلویانو ووټونه یې د امنیتي ځواکونو په موجودیت کې مخالف کاندید ته په زوره اچول کیږي.

نوموړي ویلي چې کله یې دټولټاکنو سیمه ییز چارواکي له دې ټګۍ خبر کړل نو هغوئ ورته ځان بې وسه وښودلو.

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په ډاګه کړې چې دوبندي یوه غرئیره سیمه ده اؤ دغلته دهغه ګوند اکثریت لري خو که چرې ټولټاکنو کې داسې ټګي روانه وي نو بیا به هغه اخرڅنګه د ټولټاکنو نتیجو منلو ته غاړه ږدي؟

په پاکستان کې نن عامې ټولټاکنې روانې دي خو دټولټاکنو نه وړاندې زیاترو سیاسي ګوندونو اؤ څیړونکو په دې ټاکنو کې د ټګۍ تورونه پورې کړي اؤ ویلي یې دي چې ټاکنو کې د یو ګوند اقتدار ته د رسولو هڅې روانې دي .

خو دټولټاکنو کمیسون ویلي چې هیچاته به دټګۍ اجازه نه ورکوي اؤ ټولټاکنې به په بې پلوه ډول ترسره کیږي.

دټولټاکنو دپاره ټول هیواد کې د دریوؤ لکو نه زیات پوځیان هم د رائیو په مرکزونو ودرؤل شوي خو د سیاسي ګوندونو مشرانو اؤ څيړونکو دغو پوځیانو ته په ورکړل شوي واک هم اندېښنې ښکاره کړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG