لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا زیاترو سیمو کې ډیرو لږو ښځو ووټونه اچولي


نن دخیبر پښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې عامې ټاکنې روانې دي خو څارونکو ویلي چې دپښتونخوا په ځینو سیمو کې ډیرې لږې میرمنې په دغو ټاکنو کې د رایې ورکولو دپاره له کورونو وتلي دي.

دنور کله په پرتله داځل په هاغو سیمو کې هم ښځو دخپلې خوښې کاندیدانو ته ووټونه اچولي چې اکثره به پکې ښځې ووڼونو اچولو ته نه پریېښودل کیدلی.

دخیبرپښتونخوا کوزدیر،بر دیر،شانګله، دپیښور اؤ چارسدې لرې پرتو سیمو اؤ فاټا کې به نور کله زیاتره کاندیدانو خپلو کې تړونونه کول چې د یو ګوند خلک به هم خپلې میرمنې ووټ اچولو ته نه پریږدي خو دا ځل دپاکستان دټول ټاکنو کمیسون د وړاندې نه واضحه کړې وه چې که په کومه سیمه کې ښځې ووټونو ته پرې نه ښودل شوې نو په هغه سیمه کې به شوې ټاکنې لغوه کولی شي.

په پېښور کې د انتخابي عمل نزدې څارونکي خبریال ښاغلي ناصر داوړ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي دټولټاکنو دکمیسون ددغه اعلان په نتیجه کې داځل داسې کومه سیمه نه ده په ګوته شوې چې هلته میرمنې ووټ اچولو ته نه وي پریښودل شوې خو ولې داسې دقیق راپورونه مخې ته راغلي چې په زیاترو سیمو کې ډیرو لږو ښځو ووټونه اچولي دي.

ښاغلی داوړ وایي په کوز دیر اؤ بر دیر کې که هرڅو داځل ښځې د رائیو اچولو مرکزونو ته ورغلي خو شمیره یې دنشت برابر وه اؤ دا هم یوازې د الیکشن کمیشن د اعلان له مخې شونی شوې چې په بشپړ ډول ښځې دانتخاباتو دعمل نه په ډډه نه دي ساتل شوي.

خو دپاکستان ډان ورځپانې بیا لیکي د کوز دیر،بر دیر،خیبر ،شانګلې،مهمندو چارسدې اؤ پېښور په لرې پرتو سیمو کې زیاتره ښځې د رایې ورکولو دپاره له کورونو نه دي وتلي.

ډان ورځپانه لیکي چې په یو شمیر پولنګ سټیشنو کې ښځې بیخي لیدل شوي نه دي اؤ په ځینو سیمو کې یې ګډون خدوخال ؤ.

ولې په ښاري سیمو کې بیا په سړکونو ډلې،ډلې میرمنې پیاده اؤ په ګاډو کې ناستې لیدل کیدلې چې د رائیو اچولو مرکزونو ته روانې وې.

شمیر شمیرې ښایي چې‌ په پاکستان کې د رایې ورکوونکو شمیره شاوخوا لس نیم کروړه ده چې په دې چې په دې کې څلور کروړه میرمنې هم شامل دي خو د یو کروړ نه زیاتې داسې میرمنې هم مخې ته راغلي چې شناختي کارډونه لري خو ووټونه یې نه دي درج شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG