لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحريک انصاف ګوند زياتې چوکۍ ګټلي، غېر سرکاري نتيجې


پاکستان کې پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ ترسره شوؤ عامو انتخاباتو کې د غېر ختمي او غېر سرکاري نتيجو ترمخه د قامي اسمبلۍ زياتې چوکۍ پاکستان تحريک انصاف ګوند ګټلي دي.

خو بل لور ته پاکستان مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلزپارټۍ، عوامي نيشنل ګوند، متحده مجلس عمل او متحده قامي مومنټ پاکستان انتخابي بهير ته مشکوک ويلي دي.

د غېر ختمي او غېر سرکاري نتيجو ترمخه چې ځايي ميډيا يې خپروي، پاکستان مسلم ليګ ن ګوند په دوېم نمبر او پاکستان پيپلز ګوند په درېم نمبر دی.

د غېر ختمي او غېر سرکاري نتيجو ترمخه د قامي اسمبلۍ په ۲۷۲ چوکيو کې پاکستان تحريک انصاف په ۱۱۸، پاکستان مسلم ليګ ن په ۶۰، پاکستان پيپلزپارټي په ۳۵ چوکيو مخکې روانه ده خو په دغو چوکيو سل په سله نتيجې لا مخې ته نه دي راغلي.

د پاکستان الېکشن کمېشن تراوسه ختمي نتيجې نه دی اعلان کړي.

د غېر ختمي او غېر سرکاري نتيجو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د صوبايي اسمبلۍ زياتې چوکۍ هم پاکستان تحریک انصاف ګوند ګټلي دي.

په پنجاب صوبه کې د پاکستان مسلم ليګ ن د زیاتو چوکو د ګټل کېدو ويل کیږي.

په سندهـ صوبه کې د صوبايي اسمبلۍ زياتې چوکۍ پاکستان پيپلز ګوند ګټلي دي، دا غېر ختمي او غېر سرکاري نتيجې دي.

بلوچستان صوبه کې د غېر ختمي او غېر سرکاري نتيجو ترمخه بلوچستان عوامي ګوند زياتې چوکۍ ګټلي دي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ په ۲۷۲ چوکيو کې په ۲۷۰ چوکو باندې انتخابات شوي دي.

د الېکشن کمېشن ترمخه خېبرپښتونخوا کې ۹۹، پنجاب کې ۲۹۷ چوکۍ،سندهـ کې ۱۳۰ او بلوچستان کې ۵۱ چوکۍ يا جنرال سيټونه دي چې انتخابات به پرې شوي خو په دغو چوکيو کې په څلورو واړو صوبو کې په شپږو چوکيو انتخابات د کانديدانو د مړينې له سببه نه دي شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG