لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپي‌ ټي ایم مشران محسن داوړ اؤ علي وزیر ټولټاکنو کې بریالي شول


محسن داوړ
محسن داوړ

دپاکستان دننه ترسره شوؤ ټولټاکنو که چرته ډير لویې لویې پښتانه سیاستمداران د ماتې سره مخ شوي نو هلته د پښتون ژغورنې دغورځنګ دوه مهم مشران علي وزیر اؤ محسن داوړ په دغو ټاکنو کې بریالي شوي اؤ دقامي اسمبلۍ غړي جوړ شوي دي.

علي وزیر اؤ محسن داوړ دجنوبي اؤ شمالي وزیرستان څخه په ازاد ډول ووټونو ته ولاړ وؤ .

دشمالي وزیرستان څخه دترلاسه شوؤ غیررسمي نتیجو له مخې محسن داوړ په دغو ټولټاکنو کې د حلقه این ای ۴۸څخه ۱۶۴۱۴ رایې ترلاسه کړي اؤ دقامي اسمبلۍ غړي جوړ شوی دی.

محسن داوړ پسې په دوهم نمبر کې د دیني ګوندونو د ائتلاف متحده مجلس عمل کاندید ۱۴۴۰۷ رایې ګټلي دي.

همدا راز د جنوبي وزیرستان د حلقه این ۵۰ کومې غیر رسمي نتیجې چې تر دې مهاله مخې ته راغلي په هغې کې علي وزیر د۲۱۰۰۰ؤ څخه زیاتې رایې ترلاسه کړي اؤ په دوهم نمبر ورپسې دمتحده مجلس عمل کاندید خواوشا ۵۰۰۰ رایې ترلاسه کړي دي.

خو سرچینې وایي چې دغه نتیجې غوڅه بڼه نه لري اؤ دځینو پولنګ اسټیشنو نتیجې لا مخې ته راروانې دي.

د سیمې څخه د مشال راډیو خبریال عمردراز وزیر وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي په جنوبي اؤ شمالي وزیرستان کې د علي وزیر اؤ محسن داوړ پلویانو دخوښۍ جشنونه پیل کړي دي.

هغه وایي په ډيره اسماعیل خان اؤ‌بنو سیمه کې هم دعلي وزیر اؤ محسن داوړ په ګټه خلک زیات خوشحاله دي اؤ یو بل ته مبارکۍ ورکوي.

علي وزیر اؤ محسن داوړ دواړه دپښتون ژغورنې د غورځنګ دسر مشران اؤ د پیشې له لحاظه قانوندانان یا وکیلان دي.

دپښتون ژغورنې دغورځنګ مزاحمتي تحریک کې دغه دواړو مشرانو دپښتنو په ضد د پاکستان په ریاستي پالیسو په ځانګړي ډول دپوځ په کردار سختې نیوکې کولې اؤ غوښتنه یې لرله چې دپښتنو نسل وژنه باید ودرؤل شي.

تیره په ورځ پاکستان کې عامې ټاکنې ترسره شوي چې په دغو ټاکنو کې مهم پښتانه مشران اسفندیار ولي خان،سراج الحق،افتاب احمدخان شیرپاؤ ، غلام احمد بلور،ایمل ولي خان ،امیر مقام اؤ نور د ماتې سره مخ شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG