لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:حکومت به مې افغانستان سره خپلې پولې پرانستې ساتي


دپاکستان په ټولټاکنو کې د بریالي شوي ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان دخپل راتلونکي حکومت دتګلارې واضحه کولو په ترڅ کې افغانستان سره غوره اړیکو ته لیوالتیا ښودلې اؤ ویلي یې دي چې حکومت به افغانستان سره خپلې پولې پرانستې پریږدي.

په ټولټاکنو کې د بریالیتوب ترلاسه کولو وروسته د چهارشنبې په ورځ قام ته خپله لمړۍ وینا کې عمران خان وویل افغانستان دجنګونو دلاسه هاغه کړیدلی هیواد دی چې وګړو یې د نړۍ د ټولو انسانانو نه زیات تکلیفونه زغملي دي.

هغه وویل افغانستان امن غواړي اؤ پاکستان هم غواړي چې افغانستان کې باید افغان اؤ قراري وي .

هغه زیاته کړه دحکومت جوړولو وروسته به افغانستان ته خپل دمرستې لاسونه ورغځوي اؤ دحکومت به یې هڅه دا وي چې په دغه هیواد کې امن ټينګ شي.

عمران خان وویل څنګه چې داروپایي هیوادونو ترمینځ پولې پرانستې پرتې وي دغسې به دهغه حکومت غواړي چې افغاستان سره پولې پرانستې وساتي.

نوموړي دا هم وویل چې دا مهال امریکه په افغانستان کې شتون لري نو دحکومت به یې هڅه دا وي چې امریکا سره هم دوستانه اړیکې ولري اؤ‌ دغه اړیکې دې دافغانستان ،امریکې اؤ پاکستان دریواړو په ګټه وي.

هغه پخپله دغه وینا کې چین سره په نزدیکت زیات ټینګار وکړو اؤ وئ ویل حکومت به یې چین سره خپلې اړیکې نورې هم پیاوړې کوي اؤ د ژوند بیلابیلو څانګو کې به د چین څخه زده کړه اخلي.

دخپلې خارجه تګلارې د ذکر کولو په مهال هغه وویل هندي میډیا د اوسنو ټولټاکنو ‌په مهال هغه د بولي ووډ فلمونو د ولن په توګه ښودلی خو دهغه حکومت به وغواړي چې هندوستان سره د کشمیر په ګډون ټولې ستونزې دخبرو دلارې هوارې کړي اؤ په یو بل د تورونو لګولو لړۍ ته نور دپائ تکی کیښودل شي.

پخپله دغه وینا کې هغه د سعودي عرب اؤ‌ایران سره هم د خپلو اړیکو د پیاوړي کیدلو هوډ وکړو.

هغه وویل حکومت به یې هیواد کې د مظلومو اؤ بې کسه خلکو د ښیګړې کارونه کوي اؤ د ولس د ټيکسونو دپيسو ساتنه به کوي.

دعمران خان ګوند تحریک انصاف تیره ورځ پاکستان کې ترسره شوو ټولټاکنو کې بریالیتوب ترلاسه کړی خو مخالف ګوندونه بیا په دغه ټولټاکنو کې د ټګۍ تورونه لګوي

عمران خان وویل ټولټاکنې په صفا سوتره ډول ترسره شوي خو که مخالف ګوندونه په هرځایې کې په شوؤ ټاکنو نیوکه لري نو دهغه حکومت به ورسره په پلټنو کې مرسته کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG