لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:دامنیتي ځواکونو هوایي بریدونو کې۱۲داعشیان وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان ننګرهار ولایت کې امنیتي ځواکونو دداعش په ضد چټک عملیات کړي چې په پکې ددغه ترهګرې ډلې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.

دجمعې په ورځ د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي خبریالانو ته ویلي دداعش په ضد افغان امنیتي ځواکونو دا تازه عملیات په تیر یو شواروز کې په هسکه مینه،اچین اؤ نازیانو سیمه کې ترسره شوي.

د والي ویاند ویلي چې امنیتي ځواکونو په دې هوایي عملیاتو کې د داعش د وسله والو پټنځایونه په نخښه کړي اؤ هغوئ ته یې درانه ځاني اؤ مالي تلفات اړولي دي.

هغه ویلي په هسکه مینه اؤ غز سیمو کې اووه اؤ‌په نازیانو اؤ اچین کې پینځه داعشیان وژل شوي.

ننګرهار د پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان هاغه ختیز ولایت دی چې داعش پکې تر ټولو زیات پیاوړی ګڼل کیږي اؤ دغلته وخت په وخت افغان اؤ ائتلافي ځواکونه د داعش په ضد عملیات کوي.

نګرهار کې دداعش په ضد زیات بریدونه په اچین اؤ چپرهار ولسوالیو کې کیږي چې دغه سیمې د دداعش قومي مرکزونه ګڼل کیږي .

تیر کال داپریل میاشت کې امریکایي ځواکونو په اچین ولسوالۍ کې دداعش په ترهګرو تر ټولو ستر بم (دبمونو مور) هم غورځولی ؤ چې دداعش ګڼ مهم مشران پکې وژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG