لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محکمې د راؤ انوار درېوؤ نورو ملګرو ضمانتونه هم مظور کړل


دترهګرۍ دمخنیوي محکمې په کراچۍ کې دپولیسو په لاس د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید په وژنه دتورن پولیس افسر راؤ انوار د دریوؤ نورو پولیسو ملګرو ضمانتونه هم منظور کړي دي.

دترهګرۍ دمخنیوي محکمې له دې وړاندې د نقیب مسید د وژنې دمرکزي کردار راؤ انوار په ضمانت د خوشی کولو امر کړی ؤ چې په دې پریکړه دنقیب مسید کورنۍ اؤ مدني فعالانو سخت ټکونه کړي وؤ اؤ دا یې دنقیب مسید نه وروسته د انصاف وژنه بللې وه.

د خالي په ورځ محکمه کې په دغه دوسیه کې دککړو دریوؤ نورو پولیسو سب انسپکټر محمد یاسین، ای ایس ایي سپرد حسین، اؤ حوالدار خضرحیات د ضمانتونو دخواست اوریدنه شوې اؤ محکمې دهغوئ ضمانتونه منلي دي.

دمحکمې مخې ته خبریالانو سره خبرو کې راؤ انوار ویلي چې پولیس د نقیب مسید په وژنه کې هسې رالړل شوي دي.

هغه ویلي هڅه کیدله چې دنیول شوؤ پولیسو نه دخپلې خوښې په اساس بیان واخستی شي خو چې کله دې پولیسو داسې بیان ورنکړو نو د نقیب مسید د وژنې دوسیه کې راولړل شول.

د کراچۍ د ملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه يې د جنوبي وزیرستان ۲۷ کلن زلمی نقیب الله مسيد سر د درېو کسانو په يوه جعلي مقابله کې وژلی ؤ.

د يادې پېښې پلټونکې د پوليس د لوړ پوړو افسرانو يوې کمېټۍ په خپل راپور کې منلې وه چې نقيب مسيد په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.

راؤ انوار او د هغه سره په پوليس ډله باندې د نقيب مسيد پلار محمد خان د وژنې مقدمه درج کړې وه.

راؤ انوار د مارچ په مياشت کې ځان عدالت ته وړاندې کړی او هغه د مې په مياشت کې عدالت ته په ضمانت د خوشي کېدو خواست کړی ؤ.

د روانې میاشتې په ۱۰مه اؤ ۲۰مه نیټه دکراچۍ دترهګرۍ دمخنیوي محکمې په دوؤ بیلابیلو مقدمو کې د راؤ انوار ضمانتونه منظور کړي وؤ خو دهغه سره په دغه مقدمه کې ککړ ګن شمیر پولیس اوس هم په زندان کې پراته دي.

د راؤ انوار دضمانت منظوریدو وروسته د نقيب الله مسيد د کورنۍ وکیل صلاح الدين پهنور وي او ای ډيوه ویلي وؤ چې هغوئ به ترهګرۍ دمخنیوي دمحکمې دپریکړې په ضد سترې محکمې ته مراجع کوي.

هغه ویلي وؤ د سندهـ صوبې سترې محکمې (سندهـ هائيکورټ) ته یې خواست کړی ؤ چې ياده مقدمه دې د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت نه کوم بل عدالت ته منتقل کړی ځکه چې د نقيب د کورنۍ نور په ياد عدالت باور نه دی پاتې.

نوموړي وکیل ویلي وؤ د ترهګرۍ د مخنيوي په عدالت کې د دوی سره تعصب شوی او د لومړۍ ورځې نه چې راؤ انوار به په هتکړو کې نه راوستل کېدو او د ملزم په رنګ د سلوک پر ځای به ورته عزت ورکولی شو د دغه عمل پرضد هم عدالت د دوی خواست نه دی اورېدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG