لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پښتین: په پارلمان کې مو آواز پورته کېږي که نه د غوښتنو تر پوره کېدو به مبارزه کوو


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله تازه وینا کې یو ځل بیا خپلې ټولې غوښتنې تکرار کړې او ویې ویل چې دوی به تر هغه وخته خپلې مبارزې ته دوام ورکوي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې. ده وویل راو انوار سزا نه شو، وزیرستان لا هم له ماینونو ډک دی، په زرګونو ورک په جبري توګه ورک دي او د غیرعدالتي وژنو لپاره عدالتي کمېشن لا هم نه دی جوړ شوی.

ښاغلي پښتین تېره شپه پر خپل فېسبوک په وینا کې انتخاباتو ته په اشارې سره وویل، که په نوي پارلمان کې څوک د دوی د غوښتنو لپاره ږغ پورته کوي که نه خو دوی به پر نوي حکومت فشار اچوي چې غوښتنې یې ومنل شي:

دوې ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوه چې په بنو کې دوو ځوانانو یوه سپي ته د تحریک انصاف ګوند بیرغ ور اغوستی او بیا یې په ډزو وژلی دی. د بنو پولیسو دغه دوه ځوانان د پاکستان د آیین د ۴۲۹مې مادې په بنیاد د حیوان د وژلو په تور پرون ونیول. منظور پښتین په خپله وینا کې دې پېښې ته په اشارې سره وویل:

"څنګه چې د یوه سپي قاتل نیول کېدای شي همداسې د انسانانو قاتل راو انوار او په قبایلي سیمو کې چې پوځ څومره ظلم کړی، کوم پوځي چې هم هلته عام خلک وژلي دي هغوی ټولو ته باید سزا ورکړل شي".

پښتین دا ځل په خپلو غوښتنو کې د قبایلي سیمو د وسایلو د امتیاز غوښتنه هم شامله کړه، چې وایي له قبایلي سیمو معدني وسایل لوټل کېږي خو خلکو ته یې د امتیاز حق نه ورکول کېږي. ده وویل قبایلي سیمې د کاروباري مرکز دی خو پاکستاني پوځ د جنګ مرکز ځنې جوړ کړی دی:

"ټول وسایل لوټ کېږي یوه روپۍ امتیاز نه ورکول کېږي، قبایلي سیمې د کاروبار مرکز دی د جنګ مرکز نه دی خو دوی د دې لپاره چې خپلې سیمې د کاروبار مرکز کړي دا سیمې یې د جنګ په مرکز بدلې کړې دي".

پښتین زیاته کړه چې د حیات پرېغل قانوني چارې بشپړې شوې دي او د جولای په ۳۱مه به خوشی شي خو وایي که خوشی نه شو نو دوی به په ټول پاکستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې احتجاجي لاریونونه وکړي.

حیات پرېغل ټولنیز فعال دی چې د جولای په ۵مه په ډېره اسماعیل خان کې له د شپې له خپل کوره وړل شوی وو، چې کورنۍ یې تور پر استخباراتي ادارو لګولی وو. له هغه څو ورځې وروسته د پاکستان د تحقیقاتو مرکزي ادارې (ایف ای اې) په اسلام اباد کې پر هغه باندې د سایبر جرم په تور مقدمه وکړه او په اډیاله زندان کې یې بندي کړ.

منظور پښتین اعلان وکړ چې د اګست په ۱۲مه به په سوابۍ کې بیا د پښتنو د ستونځو په اړه یوه ستره ولسي جلسه کوي او په دې جلسه کې به خپله نوې احتجاجي تګلاره اعلانوي چې څنګه کولای شي په ریاست خپلې غوښتنې ومني.

منظور پښتین وویل په وزیرستان کې چې کوم خلک په غیرعدالتي توګه وژل شوي دي، که څوک یې بېځایه تورونه ګڼي، نو د دې لپاره دي د حقایقو را سپړلو یو کمېشن جوړ شي او دوی به خپل ټول ثبوتونه ورته وړاندې کړي.​

XS
SM
MD
LG