لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو د عدالت پرته وژنو پېل په ۱۲م اګست ۱۹۴۸ د بابړې نه شوی ؤ، منظور پشتين


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي په په ۱۲م اګست ځکه په صوابۍ کې اولسي غونډه کوي چې په کال ۱۹۴۸م کې په بابړه د پښتنو د عدالت پرته وژنو پېل شوی ؤ.

منظور پشتين تېره شپه د فېس بک د لارې نېغ په نېغه نيم ساعته خبرو کې په پښتو او اردو ژبو کې د ګڼو موضوعاتو ترڅنګ په ۱۲م اګست په صوابۍ کې د جلسې کولو اعلان هم وکړو.

هغه وويل، "د ۱۲م اګست په جلسه کې به په ځانګړي ډول د عدالت پرته وژنو (ماورای عدالت وژنو) خبره کيږي ځکه چې په ۱۲م اګست ۱۹۴۸ باندې د پښتنو د عدالت پرته وژنې پېل شوې او په دغه ورځ د پښتنو قتل عام شوی ؤ".

پشتين زياته کړه "په بابړه کې دردؤنکې پېښې رامنځته شوې او د هغه وخت نه د عدالت پرته د وژنو خبرې کيږي خو انصاف نه ترلاسه کيږي، او کله چې د عام وګړي سره رياست ناانصافي کوي هغه ته کله هم انصاف نه ترلاسه کیږي انصاف بيا قومونه ترلاسه کوي".

د بابړې د پېښې په اړه نوميالي ليکوال نورالبشر نويد يو ځای ليکلي، "په ۱۲ اګست ۱۹۴۸ د پاکستان له خپلواکۍ یو کال وروستو په بابړه چارسده کې د قیوم خان حکومت په خدایي خدمتګارو ډزې وکړې".

نوموړی وايي "نن هم د ۶۰۰ پښتنو شهیدانو په نوم بابړه د پښتنو د کربلا په نوم یاديږی. قیوم خان د خداېي خدمتګارو په جلسه بابړه باندې د ډزو کولو حکم کړی و".

"په سوونو پښتانه شهیدان او په زرګونو ژوبل شوي وو. له کورونو تور سرو قرآن شریفونه راپورته کړي وو او د ډز بندۍ منتونه یی په قرآن غوښتي وو خو په بابړه کې د قرآن د شهادت خبرې هم شته".

د ۱۲م اګست ۱۹۴۸م د بابړې د پېښې په اړه ښاغلی سليم راز وايي،

"په ۱۲م اګست ۱۹۴۸ خداېي خدمتګارو د خپلو مشرانو باچا خان، ډاکټر خان صاحب، قاضي عطاءالله، ارباب عبدالغفور او نورو خداېي خدمتګارو د ګرفتارۍ په ضد د بابړې په مېدان کې د پرامنه احتجاج کولو پروګرام جوړ کړی ؤ ، کله چې دغه په زرګونو خداېي خدمتګار د بابړې میدان ته ورسیدل نو هلته پرې ملیشه اؤ پولیس ځواکونو نیغ په نیغه ډزې وکړې او په سلګونو پښتانه یې وژل".

منظور پشتين وايي په ۱۲م اګست ۲۰۱۸م به په څلور بجې مازيګر په صوابۍ ګراؤنډ کې د پښتون قام يو لويه جلسه وي ځکه صوابۍ د پښتنو لویې کور دی او پښتون قام به په دغه جلسه کې د خپلې قامي ستونزې په اړه خبرې کوي پي ټي اېم به په دغه جلسه کې د خپلې مبارزې نور اعلانونه وکړي.

نوموړي د پي ټي اېم په پلويانو د جلسې د کمپاين دپاره غږ وکړو چې خلک خبر کړي او زياته يې کړه د مظلوم او ظالم خبره چې چرته هم وي هغه به د مظلوم او د زورور په مقابله کې به د کمزوري سره ولاړ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG