لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د ۲۰۱۸م په عامو انتخاباتو کې کوم ګوند څومره ووټونه اخیستي؟


د پاکستان د ټاکنو د کمېشن ترمخه د ۲۵م جولايۍ په انتخاباتو کې په ټول هېواد کې تر ټولو زياتې رايې يا ووټونه پاکستان تحریک انصاف اخيستي چې شمېره يې د يو کروړ ۶۸ لاکو نه سېوا ده او په ګرد هېواد کې تر ټولوکمې رايې د پيپلز مومنټ اف پاکستان په نوم ډلې اخيتسي چې شمېره يې يواځې ۳۷ ده.

د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د شمېرو ترمخه پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) يو کروړ ۶۸ لاکه،۵۱ زره ۲۴۰، په دوېم نمبر پاکستان مسلم ليګ (ن) ۱کروړ ۲۸ لاکه ۹۶ زره ۳۵۶، په درېم نمبر پاکستان پيپلز ګوند ۶۹ لاکه ۱۶۷۵رايې اخيتسي دي.

ازاد کانديدان د ۶۰ لاکه ۱۸ زره ۲۹۱ رايو سره په څلورم او متحده مجلس عمل (اېم اېم ای) ۲۵ لاکه ۴۱ زره ۵۲۰ رايو سره په پينځم نمبر دی.

عوامي نيشنل ګوند په ټول هېواد کې اته لاکه اته زره ۲۲۹ رايې اخيتسي په اتم نمبر راغلې او پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو لاک ۳۴ زره ۲۷۰ ووټونه اخيستي او په ۱۵م نمبر ګوند شمار شوی دی، قومي وطن پارټۍ يواځې ۵۵ زره ۷۲۲ رايې اخيستي دي .

د تازه ترسره شوؤ انتخاباتو نتيجې د پي ټي ايي نه علاوه نزدې ټولو ګوندونو رد کړي او د درغلۍ تورونه يې پرې لګولي دي.

د ټاکنو کمېشن د صوبو په سر هم شمېرې ښکاره کړي چې په صوبو کې زياتې رايې کومو ګوندونو اخیستي دي.

په خېبرپښتونخوا کې هم پي ټي ايي په اول نمبر راغلې ۲۱ لاکه دوه زره ۸۴ رایې اخيستې، اېم اېم ای په دوېم نمبر ۱۱ لاکه اووه زره ۴۴۸۶، ازادو نهه لاکه ۲۲ زره ۹۳۸ سره په درېم او ای اېن پي اووه لاکه ۹۲ زره ۶۹۱ رایې اخیستي او په څلورم نمبر راغلې ده.

بلوچستان کې بلوچستان عوامي پارټي په اول نمبر څلور لاکه ۳۹ زره رايې، په دوېم نمبر ازاد درې لاکه ۱۸زره ۷۸۷، په درېم نمبر اېم اېم ای دوه لاکه ۶۱ زره ۷۴۲ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یو لاک اته زره ۳۵۴ ووټونو سره په شپږم نمبر راغلې ده.

پنجاب کې پي ټي ايي يو کروړ ۱۱ لاکه ۴۱ زره ۱۳۹ ووټونه اخيستي او په اول نمبر ده.

په سنده صوبه کې پاکستان پيپلز ګوند تر ټولو زيات ووټونه اخيستې چې شمېره يې ۳۸ لاکه ۳۹ زره ۳۸۹ ده.

د شمېرو ترمخه پاکستان کې په څلورو واړو صوبو کې په ټولو کمې رايې جماعت اسلامي پاکستان په بلوچستان صوبه کې اخيستي چې شمېره يې یواځې دوه ده.

XS
SM
MD
LG