لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افراسياب خټک: پوځ سياسي پارټي که ده پوځ؟


د عوامي نيشنل ګوند مخکښ مشر افراسياب خټک وايي، "مونږ جنرال باجوه ته وايو چې د خپلو خلکو نه پوښتنه وکړه چې تاسو سياسي پارټي يئ کنه پوځ يئ؟".

ښاغلي خټک نن په چارسده کې د عوامي نيشنل ګوند لخوا په ملک کې په ۲۵م جولايۍ ترسره شوؤ عامو انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد احتجاجي مظاهرې ته وېنا کوله.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنيديار ولي خان تور لګولی چې پوځ پولينګ ايجنټان په شپږ بجې د پولينګ سټېشنو نه بهر کړي وو.

افراسياب خټک پوځ ته په مخاطب کولو سره وويل،

"که د پاکستان پوځ يئ خو زمونږ وروڼه يئ زمونږ د سر ګلونه يئ خو که تاسو سیاسي پارټي يئ او سياسي پارټي څنګه... نن زه تاسو خبرول غواړم چې دپاکستان د پوځ په کور کمانډرانو کې يو پښتون، بلوڅ او سندهی کور کمانډر نشته، ټول پنجابيان کور کمانډران دي".

هغه زیاته کړه "مونږ خو پاکستان منلی دی د رنجيت سنګهـ باچاهي مو نه ده منلې د رنجيت سنګهـ باچاهي راباندې نه شئ منلی".

نوموړي وويل "که دا پاکستان وي خو مونږ يې منو او که دا ستر پنجاب وي...او جګړه د څه ده؟ جګړه د تخت لاهور ده، تاسو وګورئ نوازشریف څوک دی د پنجاب ليډر دی، عمران خان د پنجاب ليډر دی جنرال باجوه د پنجابي جرنېلانو مشر دی".

هغه په خلکو غږ وکړو چې "د تخت لاهور جګړه ده او وينې پکې د پښتنو توييږي".

نوموړي وويل "مونږ پوښتنه کوو چې تاسو وايئ ۶۰ زره پاکستانيان مړه شوي دي دا راته وښايئ چې دا پاکستانيان څوک دي چې تاسو حساب کتاب وکړئ په دې کې ۳۵ فيصده پښتانه دي د پښتنو وينه توې شوې ده".

نوموړي خټک وويل دوی دغه پوښتنه هم کوي "چې د پښتنو د حفاظت زمه واري د چا ده، د پاکستان د رياست زمه واري ده خو د پاکستان رياست د پښتنو په حفاظت کې پاتې راغلی دی پاکستان اود پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د پښتنو حفاظت نه دی کړی".

هغه زياته کړه "زه دا هم پوښتنه کوم چې د عوامي نيشنل پارټۍ د ۸۰۰ نه زيات کسان شهيدان شوي دي زه پوښتنه کوم چې د څو نيشلنيانو قاتلان نيول شوي دي.. د يو هم نه دی نيول شوی".

د پاکستان تحریک انصاف نه علاوه د ملک زياتره سياسي او مذهبي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګوي.

تحریک انصاف ګوند په عامو انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټلي دي.

د پاکستان پوځ د انتخاباتو نه وړاندې ویلي ؤ پوځ به یواځې د انتخاباتو د کمېشن لارښوونې عملي کوي او کار یې یواځې د عامو انتخاباتو په مهال امنیت ساتل دي.

پوځي ویاند مېجر جنرال اصف غفور ويلي ؤ "داسې اوازې دي چې پوځ ته یو 'بېل' امر شوی دی، دا بېخي بې بنیاد خبره ده. مونږ له انتخاباتو سره هیڅ تړاو نه لرو، زموږ کار یواځې امنیت ساتل دي. موږ په ټاکنو کې هیڅ مخامخ کردار نه لرو".

بل لور ته د پاکستان د ټاکنو کمېشن هم دغه تورونه رد کړي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG