لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ننګرهار: د داعش پرضد د پاڅون مشر او ولسي جرګې کانديد په ځانمرګي بريد کې وژل شوی


د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې د داعش تندلارو پرضد د ولسي پاڅون ياد مشر او د ولسي جرګې کانديد حيات خان په ځانمرګي بريد کې وژل شوی دی.

د ننګرهار چارواکو ويلي د ګل، دوشنبې په مازيګر په دغه ځانمرګي بريد کې د حيات خان سره درې نور تنه هم وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي رويټرز ته ویلي، ځانمرګي بريد کوونکي قبايلي مشر او د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د ځايي پاڅون مشر په هدف کړی دی.

هغه ويلي، حاجي حيات خان ياد قبايلي مشر او د داعش پرضد جګړه کې يې مهم رول درلود.

خوګياڼي ویلي په ځانمرګي بريد کې د حيات خان سره د هغه ډرايور او دوه نور ساتونکي وژل شوي دي.

د پېښې زمه واري چا نه ده منلې خو له دې وړاندې په ننګرهارکې د ځانمرګو بريدونو زمه واري داعش او طالبانو هم منلي دي.

داعش په ننګرهار کې زيات فعاليت لري او افغان امنيتي ځواکونه هم وخت په وخت په دغه سيمه کې د داعش پرضد د عملياتو ادعاوې کوي.

XS
SM
MD
LG