لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په وزیرستان کې دوه ځايي مشران او ډېره اسماعيل خان کې دوه پوليس وژل شوي


د شمالي وزيرستان په تپي سيمه کې دوه ځايي مشران او په ډېره اسماعيل خان سیمه کې دوه پوليس نامالومو وسله والو په ډزو وژلي دي.

د شمالي وزيرستان د چارواکو په وېنا د دوه ځايي مشرانو د وژنې پېښه نن د نهې، سه شنبې په غرمه د ميران شاه په تپي سيمه کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وېنا د تپي سيمې دوه مشران ملک سلام او ملک نياز خان په ګاډي کې روان ؤ چې د نامالومو وسله والو د ‌ډزو ښکار شو.

انتظاميې پېښې ته هدفي وژنه ويلي او د پېښې د پلټنو پېل کولو يې ويلي دي.

د شمېرو ترمخه په تېرو درېو مياشتو کې د هدفي وژنو دا ۱۹م پېښه ده چې په وزیرستان کې رامنځته کيږي.

په سيمه کې خلک د هدفي وژو په پېښو اندېښنې څرګندوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو غوښتنو کې يوه دا غوښتنه هم لري چې په سيمه کې دې د هدفي وژنو مخنيوی وشي.

د تازه رامنځته شوې پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

بل لور ته په ډېره اسماعيل کې نن سهار د دوه پوليسو د وژنې پېښه رامنځته شوې ده.

د ډېره اسماعيل خان پوليسو ويلي دواړه پوليس سرتيري په موټر سايکل ډيوټۍ له روان ؤ او په يو ځای ويشتل شوي او ژوند يې د لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG