لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ننګرهار کې د کډوالو په ریاست کې لاهم جګړه روانه ده


د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي چې په جلال اباد ښار کې د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو په ریاست د وسله والو ډله ییزبرید پای ته رسیدلی خو د ننګرهارامنیه قومندانۍ پولیسو ویلي لاهم جګړه روانه ده.

د ننګرهارامنیې قومندانۍ ویاند فریدخان له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي، د وسله والو لخوا د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې د کډوالو ریاست په ودانۍ ۱۲ نیمې بجې برید ترسره شو.

فرید خان ویلي سیمه د پولیسو لخوا کلابنده شوې اوپه و دانۍ کې د امنیتي سرتیرو او وسله و الو ترمنځ شدیده جګړه دوام لري.

دپولیسو ویاند وویل "زمونږ د پولیسو یو تن سرتیری د لومړي برید پرمهال نادرکه شوی او یوتن پولیس ټپی دی ،سیمه کې جګړه روانه ده".

د ننګرهارد عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل له ډیوې سره په خبرو کې د شوي برید کې د اوښتو تلفاتو په اړه وویل چې د برید له ځایه تر دې دمه ۱۰تنه ټپیان روغتونونو ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي.

میاخیل وویل"دپیښې له ځایه ۱۰تنه ټپیان را وړل شوي دي،د۸ تنو تپیانوروغتیايي حالت ښه وهغوی رخصت شوي او دوه تنه بستر دي".

د برید مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG