لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر انتخاباتو د درغلۍ د تورونو تر څنګ په مرکز او صوبو کې د حکومت جوړولو هڅې


په پاکستان کې د عامو انتخاباتو شپږ ورځې تېرې شوې خو په مرکز او صوبو کې لا هم د حکومت جوړولو پر سر تر ټولو د زیاتو څوکیو ګټونکي تحریک انصاف ګوند او نورو ګوندونو تر منځ رسه کشي او د حکومت جوړولو هڅې روانې دي.

د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند دعوه کوي چې د قومي اسمبلۍ په شمول یې په پنجاب اسمبلۍ کې هم د خپلو ګټلیو څوکیو تر څنګ د نورو کوچنیو ګوندونو او ازادو کامیابه کاندیدانو ملاتړ تر لاسه کړی او د مرکز په شمول به په پنجاب کې هم خپل اتحادي حکومت جوړوي.

د تحریک انصاف ګوند ویاند فواد چوهدري رسنیو ته ویلي، د ښځو او لږکیو لپاره د ځانګړو څوکیو په شمول د ځینو سیاسي ګوندونو او ازادو کاندیدانو ملاتړ هم ورسره دی او له دې سره د دوی د څوکیو شمېر ۱۶۸ ته رسېږي چې په اساني سره کولای شي په مرکز کې خپل حکومت جوړ کړي.

بل لور ته مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند سره له دې چې په انتخاباتو کې یې د درغلیو شکایتونه کړي، خو پرېکړه یې کړې چې په مرکز کې یو غښتلی اپوزیشن جوړ کړي او د انتخاباتو په شمول نور مسایل هم د پارلمان له لارې حل کړي، خو داسې ګنګوسې هم دي چې کېدای شي مسلم لیګ ن، پیپلز ګوند، متحده مجلس عمل او نور ګوندونه په ګډه حکومت جوړ کړي.

د هېواد په تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې بیا مسلم لیګ ن او تحریک انصاف ګوند دواړه د حکومت جوړولو دعوې کوي. د انتخاباتو د غیرحتمي نتایجو په بنیاد د صوبایي اسمبلۍ په ۲۹۵ څوکیو کې مسلم لیګ ن ګوند ۱۲۹ او تحریک انصاف د دې صوبې ۱۲۳ څوکۍ ګټلې دي. دواړه ګوندونه هڅه کوي چې د کوچنیو ګوندونو او ۲۸ بریالیو ازادو کاندیدانو ملاتړ تر لاسه کړي او د ۱۴۸ څوکیو په لرلو سره په پنجاب کې حکومت جوړ کړي.

د پښتونخوا صوبې په ۱۲۴ څوکیو کې تحریک انصاف ګوند تر ټولو زیاتې ۶۵ څوکۍ ګټلې دي او د دې وړتیا لري چې د چا له ملاتړ پرته حکومت جوړ کړي. د رپوټونو په بنیاد تحریک انصاف ګوند د صوبې د وزیراعلی د ټاکلو پر سر حتمي فیصلې ته رسېدلی او د دې صوبې د تعلیم پخوانی وزیر عاطف خان یې د صوبې د وزیراعلی په توګه نومولی دی.

د سیند صوبې په ۱۳۱ څوکیو کې بیا پاکستان پیپلز ګوند تر ټولو زیاتې ۷۶ څوکۍ ګټلې دي او د دې وړتیا لري چې په صوبه کې خپل حکومت جوړ کړي. په دې صوبه کې دویم لوی ګوند متحده قومي غورځنګ دا ځل یواځې ۱۶ څوکۍ خو تحریک انصاف ګوند پر دویم نمبر ۲۲ څوکۍ ګټلې دي او د څو ګوندونو اتحاد ګرېنډ ډیموکرېټیک الاینس ۱۱ څوکۍ ګټلې دي.

په بلوچستان کې نوي جوړ شوي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ په انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې ۱۵ څوکۍ ګټلې دي، متحده مجلسِ عمل پر دویم نمبر دی چې ۹ څوکۍ یې ګټلې دي، بلوچستان نېشنل ګوند ۵ څوکۍ، تحریک انصاف ګوند ۵، عوامي نېشنل ګوند ۲، هزاره ډیموکرېټیک ګوند ۲ او ازادو کاندیدانو ۵ څوکۍ ګټلې دي.

بلوچستان عوامي پارټۍ په صوبه کې د ایتلافي حکومت جوړولو په برخه کې د ځینو ازادو کاندیانو په شمول د سیاسي ګوندونو ملاتړ هم تر لاسه کړی دی. د دې ګوند مشر جام کمال- چې د صوبې د وزیراعلی په توګه نومول شوی- نن د نهې- سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره ولیدل او د بلوچستان او مرکز په اتحادي حکومت کې یې ورسره د شاملېدو اعلان وکړ.

په مرکز او صوبه کې د حکومت جوړولو د هڅو تر څنګ د متحده مجلس عمل او نورو ګوندونو له خوا په انتخاباتو کې د ممکنه درغلیو په ضد احتجاجونه هم دوام لري. د متحده مجلسِ عمل مشر مولانا فضل الرحمن نن د عمران خان هغې خبرې ته په اشارې سره- چې وایي که کوم ګوند ورته په ټاکنو کې د درغلیو شکایت وکړي په تحقیقاتو کې به ورسره مرسته کوي- وویل: "عمران خان باید د کابینې تر جوړولو او سوګند اخیستلو مخکې دي د ټول ملک د انتخابي حلقو تحقیقات وکړي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG