لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په تاجکستان کې د څلورو سايکل سورو د وژلو زمه واري منلې


داعش ډلې په لويديځ تاجکستان کې د څلورو بهرنیو سایکل سورو د وژلو زمه واري منلې ده، دغه راپور د څار ډلې ورکړی دی.

په تاجکستان کې څلور غير ملکي سائيلکل سواره وژل شوي.

په وژل شوؤ کې چې دوه امريکايان شامل دي په دوی باندې د دوشنبې په جنوب کې موټر ورخېژول شوی او څو کسانو په چاکوانو وهلي دي.

د راپورونو ترمخه په وژل شوؤ کې يو د سويټزرلېنډ او يو د ډچ وګړی هم شامل دی، او په پېښه کې درې کسان ژوبل شوي دي.

د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي پوليس څلور بريد کوونکي وژلي او يو يې نيولی دی خو ځينې راپورونه وايي دوه مشکوک ترهګر وژل شوي دي.

د تاجکستان داخله چارو وزارت او امريکې سفارت د بريد پخلی کړی دی.

د تاجکستان وزير داخله زمضان رحيم زاده ويلي کوم ترهګرې ډلې چې په سائيکل سورو بريد کړی د هغوي پيژندګلو شوې ده، او کوم ترهګر چې مفروران دي د هغوي خلاف يي هم کاروائي کړې ده.

د سويت يونين نه د ازادۍ ترلاسه کولو وروستو تاجکستان د حکومت ضد عناصرو خلاف کاروائي کړې وه چې اکثر له پکې اسلامي سخت دريځه وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG